اسلام آباد 07 جولائی (اے پی پی) د وزيراعظم عمران خان د مذهبونو د همغږۍ خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي وئېلي دي پي ډي اېم ختم شوے٬اوس اپوزېشن ګوندونه په يو بل د ډيل كولو په تورونو لګولو كښې بوښت دي٬د كورونا څخه بشپړ نجات لپاره د احتياط ضر??رت دے۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د نجي ټ?? وي چينل په پروګرام كښې وكړې۔ده ووئيل پاكستان ډيمو كريټك موومنټ لامينځه تللے٬د هغوي كومه نظرياتي ايجنډا نه وه٬دا خلق صرف دې مقصد لپاره راغونډ شوي وو چې اقتدار څنګه ترلاسه كړي٬اوس د مسلم ليګ(ن)او پيپلز پارټۍ مشران په يو بل د ډيل تورونه لګوي۔ده ووئيل د كورونا په وجه ټوله نړۍ پرېشانۍ سره مخ ده٬مونږ ته د احتياط كولو ضرروت دے٬د لوي څښتن په فضل و كرم پاكستان تر ډېره حده بچ شوے خو بيا هم مونږ ته د احتياط كولو ضر??رت دے چې څومره احتياط وكړو دومره زر به مونږ د دې وباﺀ څخه خلاص شو۔ده ووئيل سوله ايز افغانستان نه يوازې د پاكستان بلكې د ټولې منطقې په ګټه دے۔كه په افغانستان كښې ن??امني وي نو د دې آغېز به په ټوله منطقه كېږي۔پاكستان په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره مهم كردار ترسره كړے۔زمونږ خواهش دے چې د افغانستان د مسئلې سياسي حل راوځي