كراچي 21جون (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سره كراچۍ څخه د تعلق لرونكو خ??ريالانو پلاوي د ګل په ورځ په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے او د نوې اليكټرانك ووټنګ مشين سسټم په اړه ئې خبرې اترې كړي۔په پلاوي كښې د ډان ورځپاڼې ظفر عباس٬د اولسي غږ ورځپاڼې ډاكټر جبار خټك٬د بزنس رېكارډ وامق زبيري٬كالمسټ نصرت مرزا٬د فائنا نېشل ډيلي منظر نقوي٬د نئي بات مقصود يوسفي٬د ډېلي عبرت قاضي اسد عابد٬د اے آر وائي نيوز اېس اېم شكيل٬د ډان نيوز قاضي حسن٬د ايكسپرېس نيوز فيص حسېن او د نيوز زون ټي وي امتياز خان فاران شامل وو۔په دې موقع خپلو خبرو كښې صدر ووئيل اليكټرانك ووټنګ مشين د وخت ضرورت دے او د دې څخه به د ټاكنو په نظام كښې لا سپيځلتيا راشي۔ده ووئيل مشين به وائي فائي سره منسلك نه وي د كومې په سوب به چې د هيكنګ كوم امكان نه وي۔ده ووئيل د ووټنګ مشين به په سمدستي توګه نتيجې هم وركوي۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل حكومت له د اليكټرانك ووټنګ عمل ته حتم?? شكل وركولو لپاره د حزب اختلاف ??شر او د ټاكنو كميسون(اي سي پي)پشمول ټول اسټيك هولډرز په اعتماد كښې اخستل پكار دي۔