اسلام آباد 15 جون (اے پي پي) خا??جه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې افغان مشران دې په خپله خپلې مسئلې هوارې كړي٬ هند له د سپائيلر په ځائ د منطقې امن لپاره كار پكار دے۔ د نهې په ورځ د افغ??ن امن عمل ٬ د منطقې په صورتحال او د هېواد په سياست كښې د مخالفې ډلې د رويې پحقله خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل افغ??ن امن عمل په انتهائي نازك پړاٶ كښې داخلې شوے٬ د افغانستان د نائب صدر او د نيشنل سيکورټي اېډوائزر بيانونه د هواري په ځائ د اړي ګړي سبب وو٬ كه په خپلو بې غورو سترګې پټوٶ نو هوارې به ئې رامخې ته نه شي۔ خا??جه وزير ووئيل تورونه لګولو سره به يوه ډله هم هېڅ ترلاسه نه كړې شي٬ افغان قيادت دې يو بل لپاره ګنجائش پېدا كړي او دوي دې په ګډه خپلې مسئلې حل كړي۔ خا??جه وزير يو ځل بيا واضحه كړه چې پاكستان به خپله خاوره د كوم بل ه??واد په ضد د استعمالېدو اجازه ورنه كړي، زمونږ شريك عزم د دې منطقې امن او استحكام دے۔ خا??جه وزير ووئيل هند له د سپائيلر په ځائ د منطقې امن لپاره كار پكار دے، هند كښې اقليتونه په فشار كښې دي ٬ ځان غېر محفوظ محسوسوي او هند دا مهال په سيكولر او په هندوتوا سوچ كښې تقسيم شوے دے۔ د مخالفې ډلې پحقله خا??جه وزير ووئيل مخالفه ډله په بجټ د تنقيد حق لري خو بايد په مهذب ډول خپله څرګندونه وكړي٬ د مخالفې ډلې غړ?? د ??لقو پارولو هڅې كوي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل كه مخالفه ډله زمونږ نه اوري نو مونږ به هم د دوي نه اورو