مشهد 22 اپرېل (اے پي پي) خارجه ??زير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي د اېران مشرانو پرېكړه كړې چې د ناموس رسالت﴿ص﴾ او ?? اسلام سر لوړۍ لپاره به پاكستان او ??ېران په ګډه غږ پورته كوي. د زيارت په ورځ د امام رضا عليه السلام په روضه مبارك د حجة الاسلام والمسلمين احمد مروي سره په شريك بيان كښې خارجه ??زير ووئيل زه نن په مشهد كښې د امام رضا عليه السلام په روضه پاكستاني قام ته دا زېرے وركول غواړم چې حجة الاسلام احمد مروي او ?? اېران مشرانو پرېكړه كړې چې د ناموس رسالت﴿ص﴾ او ?? اسلام سر لوړۍ لپاره به پاكستان او ??ېران په ګډه غږ پورته كوي او په هر فورم به امت په دې معامله يو موټے كوي. خارجه ??زير ووئيل د وزيراعظم عمران خان وژن دے چې ټ??ل امت په دې معامله يو موټې كړے شي او مغرب قائل كړے شي چې كومې طبقې، خلقو او ??دارو چې د رسالت ???ص﴾ سپكاوې كړے، هغوي دې انجام ته ورسولے شي. داسې عناصر د قانون منګولو ته سپارل ډېر ضروري دي او په دې لړ كښې به زمونږ هڅې روانې وي