اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی) د ګردې نړۍ په ډول پاكستان كښې هم د ملګرو ملتونو تر اهتمام لاندې 22 اپرېل د زمكې نړيواله ورځ “يو ځائې كېدو سره مونږ خپله زمكه محفوظ كولے شؤ” په سرخط لمانځلې شي۔ په ن??ۍ كښې تر ټولو اول په كال 1970ء كښې د ملګرو ملتونو ترسېوري لاندې امريكا كښې د زمكې نړيواله ورځ لمانځلې شوې وه۔ د دې ورځې لمانځلو بنيادي م??صد د نړيوالې ورورولۍ پام د زمكه حفاظت او د ماحولياتي آلودكۍ م??ئلو پلو ګرځول دي۔ د دې ورځې په مهال به د هېواد په بېلو برخو كښې د حكومتي او سماجي تنظيمونو ترسېوري لاندې د كورونا صورتحال نظر كښې نيولو سره آن لائن پروګرامونه كولې شي۔ د ملګرو ملتونو د رپورټ له مخې په ن??ۍ كښې د كال 1970 نه تر 2018 په مهال د جنګلي حيات 60 فیصده نسلونه ختم شوي دي۔ د ملګرو ملتونو وېنا ده چې د كورونا وائرس سنګينو اثراتو باوجود بايد مونږ نړۍ ته پېښه زياته سنګينه ماحولياتي اېمرجنسي هېره نه كړؤ۔ د پوهانو وېنا ده چې دا مهال په زمكه خپل تحفظ او بقا له به غږ پورته كول وي