دوشنبے 30 مارچ (اے پي پي) پاكستان او اې??ان د دوه اړخيزه مرستې ودې او په منطقه كښې امن لپاره په شريكو هڅو اتفاق كړے. د تاجكستان په پايه تخت دوشنبے كښې د آسيا زړه- استنبول پروسس كانفرنس په موقع د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي او د اې??ان خارجه وزير جواد ظريف ترمېنځه ملاقات اوشو. د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو ، په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې په وده او په منطقه كښې د امن او امان مجموعي صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې. په دې موقع خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل پاكستان اې??ان سره د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكو ته خاص اهميت وركوي. ده ووئيل د پاكستان او اې??ان ترمېنځه د اداره جاتي مېكانزم پ?? نتيجه كښې په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته زياته شوې. د پاكستان او اې??ان ترمېنځه د تجارتي او اقتصادي مرستې د زياتولو ډېرې موقعې موجود دي او د دې څخه د استفادې كولو ضرورت دے. خارجه وزير هيله څ??ګن??ه كړه چې د پاك اې??ان باډر ماركيټ زر جوړېدو څخه به دواړه هېوادونه يو ډول استفاده وكړي. خارجه وزير په نړيوا?? فورمز د كشمير مسئلې په اړه په پرله پسې ملاتړ د اې??ان د خارجه وزير مننه وكړه