اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د كورونا اوسنې چپه خطرناكه ده، د كورونا په اېس او پيز عمل وكړئ، په نړۍ كښې د كورونا د واكسينو كمې راغلې، كوم هېوادونه چ?? واكسين جوړوي، هلته هم كمې دے، يو كال مې د كورونا نه احتياط وكړو، په كوم رېستوران كښې مې ډوډې نه د?? خوړلې خو د سېنېټ په ټاكنو كښې مې احتياط ونه كړو او كورونا سره مخ شوم. د اتوار په ورځ د قوم په نامه په خپل پ??غا?? ك??ې وزيراعظم ووئيل چې د كورونا څخه مې يو كال احتياط وكړو، سماجي فاصله مې هم وساتل?? خو د سېنېټ په ټاكنو كښې مې احتياط ونه كړو او كورونا سره مخ شوم. د كورونا اوسنې چپه خطرناكه ده،احتياط وكړئ او ماسك استعمال كړئ، د كورونا په دريمه چپه كښې ډېر شدت دے، خپل هېواد نه شو بندولې، لاك ډاٶن نه شو كولې. د كورونا په وجه مونږ كاروبار او كارخانې نه شو بندولې، اولس ت?? خواست دے چې په اېس او پيز دې عمل وكړي، كه په اېس او پيز عمل ونه كړے شو نو صورتحال خرابېدے شي. ده ووئيل چې په لاهور او پېښور كښې د كورونا كېسونه زيات رامخې ته كېږي، د كورونا دريمه چپه د انګلستان څخه راغلې. وزيراعظم ووئيل چې الله ??عالٰی په ما او زما په كورودانه ډېر كرم وكړو. وزيراعظم ووئيل چې په نړۍ كښې د كورونا د واكسينو كمې دے، نړۍ چې مونږ ته د كومو واكسينو وئيلي وو ، هغه هم نه ترلاسه كېږي. ده ووئيل چې په كومو هېوادونو ك??ې واكسين جوړېږي ، هلته هم كمې دے. ده ووئيل چې ښه به وي چې مونږ كورونا په اېس او پيز عمل وكړو رېستوران او ودونو ته لاړ نه شو.