اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي په نړيواله كچه د پا??ستان د يوازي كېدو تاثر درست نه دے٬كه زمونږ خارجه پا??ېسي بهتره نه وه نو دوست هېوادونو به زمونږ مرسته نه كوله٬د مودي په هندو توا سوچ او فاشسټ حكومت چې نن څومره تنقيد كېږي٬د دې څخه وړاندې كله هم نه ؤ شوے ٬افغانستان سره د اړيكو ښه كولو هڅې مو كړي۔كه ايران سره اړيكې يخې و?? نو د ايران خارجه وزير به شپږ ځله د پا??ستان دوره نه كوله٬په كشمير د ايران ستر لارښود او د ايران مشران كوټلې دريځ لري٬چين ٬سعودي او عرب اماراتو سره مونږ ژورې اړيكې لرو۔سعودي سره لوظ نامه محدود مودې لپاره وه كله چې د زر مبادله ذخيرې زياتې شو?? نو د دوي پيسې بېرته وركړی شوې۔ده دا خبرې د ګ?? په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سېنېټر سراج الحق او سېنېټر مشتاق احمد په تحريكونو د بحث راغونډولو په مهال وكړی۔ده ووئيل د اقتصادي سفارتكارۍ په وجه افريقائي هېوادونو سره په تجارت كښې 7 فيصده اضافه شوې٬په بلوچستان كښې هند د ترهه ګرۍ پشا ولاړ دے ٬په كنټرول لائن د جنګ بندۍ د خلاف ورزو معامله د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر پشمو?? په ټولو فورمونو په بشپړه توګه پورته كړې شوې۔ده ووئيل اپوزېشن چې كله هم وغواړي په خارجه پا??ېسۍ خبرو ته ??يار يم۔ده ووئيل څوك هم د كشمير سودا نه شي كولې٬كشميريانو د پا??ستان بېرخ هسك كړے٬د كنټرول لائن سره نزدې د مېشته ??بادۍ حفاظت لپاره بينكرې جوړولې شي۔ده ووئيل د تېرو دوو نيمو كلونو په مهال د خارجه پا??ېسۍ چېلنجونه نه دې رامخې ته ??وې٬دا د وړاندې نه دي۔د دې ذمه وار هغه خلك دي كومو چې څلور څلور ځله حكومتونه كړي او دولس دولس كاله يې د كشمير كمېټۍ نمائندګي او مشري كړی