اسلام آباد 22 جنوري(اے پي پي) تجارت لپاره د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي د سيمنټ پلانټس لپاره چې كوم سكاره پكار دي ھغه پاكستان كښې نشته د ھغې درآمد مجبوري ده٬ د صنعتونو ډيمانډ كښې د اضافې له امله د سكرو كهپت ز??ات دے۔ د جمع?? په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دم?? په مهال د سېنېټر عثمان خان کاکړ د پوښتن?? په ځواب ده ووئيل كه سكاره درآمد نه كړو نو فرنس آئل به درآمد كول وي او ھغه ګران دي ٬ بلوچستان كښې دومره پېداوار نه لرو چې ضرورت ترسره كړے شي٬ سيمنټ پلانټس لپاره د سكرو ??رآمد بهتره لاره ده۔ده ووئېل حكومت د ځائي سكرو ??رقۍ لپاره هڅې كوي٬ ده ووئيل درې قسمه سكاره وي٬ سيمنټ پلانټس لپاره چې كوم سكاره پكار وي ھغه پاكستان كښې نشته، زمونږ په سكرو كښې سلفر ز??ات دي٬ دې لپاره درآمد كول مجبوري ده۔ ?? يوې پوښتن?? په ځواب ده ووئيل د سكرو ??رآم?? يو په دوه شوي نه دي البته د منصوبو ډيمانډ ز??ات شوے او دې لپاره د سكرو كهپت ز??ات دے٬ پاور پلانټس هم په سكرو چلېږي۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن پوښتنه اړوندې كمېټۍ ته ولېږله چ?? په كمېټۍ كښې به د دې تفصيلي ځواب رامخې ته شي