هري پور 04 جنوري(اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمرايوب خان وئيلي دي چې اولس مخالفه ډله رد كړې ده٬ د تحريك انصاف حكومت به د وزيراعظم عمر??ن خان په مشرۍ كښې خپله آئيني موده ترسره كوي او په ر??تل??نكو ټاكنو كښې به هم ان شاء الله د تحريك انصاف كانديدان د خپلې كاركردګۍ په سبب كاميابي ترلاسه كوي۔ عمر ايوب خان دا خبرې په بټراسي سريا كښې د سوئي ګاز وركولو منصوبې پرانستې دستورې او جلسې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې يو سياسي ګوند په دوېم ځل حكومت نه دې جوړ كړې خو پي ټي آئي يوازنې ګوند دې چا چې په خېبرپښتونخوا كښې په دوېم ځل په دريو كښې دوه اكثريت سره حكومت جوړ كړے،ده ووئيل د وزيراعظيم عمر??ن خان د وژن له مخې په لويو ښارونو كښې پناه ګاه جوړېږي او د صحت انصاف كارډ د لارې حكومت هر وګړي ته تر لس لكه ??وپو ماليت كارډز وركوي او دا اقدامات مخالفه ډله نشي ليدلې