اسلام آباد۔13دسمبر(اے پی پی) د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور وئيلي دي چې وزیر اعظم عمران خان به ا??تعفی وركړي او نه به حكومت ختم شي۔ اپوزيشن د لانګ مارچ او استعفاګانو دړكو سره په حكومت د فشار اچولو ناكامه هڅه كوي۔ 5 كلنه موده ترسره كول زمونږ جمهوري حق دے او دې نه به چرته په شا نه شؤ۔ هغه د اتوار په ورځ ګورنر هاؤس كښ?? د تحريك انصاف د پنجاب اسمبلۍ غړو پلاوي سره خبرې كولې۔ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښ?? ګورنر ووئيل د اپوزيشن د جلسو سياست د لاهور په شمول د ګرد پاكستان وګړو مسترد كړے دے۔ هغه ووئيل هېواد ته د پېښو ستونزو بنيادي سبب د پخوانو واكمنو د ار??ون?? ډالرو قرضې اخستل ٬ كرپشن او نورې مسئلې دي۔ ولې مونږ اولس سره لوظ كړے دے چې دوئي ته به كرپشن ٬ ګرانۍ او بېروزګارۍ نه نجات وركوؤ۔ هغه ووئيل د اپوزيشن ذمه واري دا ده چې هغه د سازشونو كولو په ځائې كال 2023ﺀ كښ?? د كېدونكو ټ??ل ټاكنو انتظار وكړي۔ بيا چې اولس خپل طاقت سره څوك خوښوي هغه به وټاكي۔ هغه ووئيل وزيراعظم به تر كال 2023 وزیر اعظم وي او حكومت به د پاكستان تحريك انصاف وي۔ هغه زياته كړه چې اپوزيشن ته به د ناكامۍ نه سوا بل څه ترلاسه نه شي