اسلام آباد۔13دسمبر(اے پی پی) د اطلاعات?? او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيل?? دي چې اولس ته د هرې ممكنې آسانۍ وركولو لوظ لر?? او دې له هڅې كوؤ۔ د چينيو په بيعه كښې كمي بې وزله اولس ته ريليف وركولو له د وزيراعظم عمران خان د لوظ څرګندونه ده۔ د اتوار په ورځ خپل ټويټ كښې وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل چې د كورونا باوجود د عمران خان د زيركې تګلارې له ا??له پاكستان كښې معيشت٬ روزګار او انساني ژوند محفوظ پاتے شو۔ هغه ووئيل سره د چېلنجونو د پاكستان معاشي اشاريې مثبت دي۔ د مالي كال په اولنو شپږ مياشتو كښې ترسيلات زر كښې 27 فيصده ٬ غېر ملكي نېغ ??ه نېغه سرمايه كارۍ كښې 150 فيصده او د سيمنټ په پېداوار كښې 17 فيصده اضافه شوې ده۔ ??ه نومبر كښې په كار سېل كښې 68 فيصد او دغسې په ټرېكترز او موټر سائيكلز كښې هم ښكاره اضافه وشوه۔ هغه ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت روښانه سباؤن لپاره هڅې كوي۔ كه لوئے څ??تن ته منظور وي د پرمختګ دا سفر به هم دغسې روان وي