سيالکوټ 09 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حکومت د صنعتي هلو ځلو ودې، كار??با?? كښې آسانۍ راپېدا كولو٬ کار??با??ي ورورولۍ ته سهولتونه وركولو ، د لرې پرتو سيمو پرمختګ او خلق د غربت نه خلاصولو ته بشپړه پام لرنه كوي، د کار??با??ي ورورولۍ د اېف بي آر٬ سټېټ بېنك او نورو څانګو پحقله مسئلې به حل كوو ، د اولسي مسئلو بشپړ حل لپاره موثره بلدياتي نظام راوړو، د کرونا وائرس په ??با??ي صورتحال كښې معاشي هلې ځلې جاري ساتل مهم چېلنج ٶ، حکومت د كوټلو اقداماتو په سبب د جاري كهاتو په زيان قابو موندلے٬ د ??با?? په وړومبۍ چپه كښې په هېواد كښې د بشپړه لاك ډاٶن غٶښتنه كونكې مخالفه ډله نن جلسې كوي، د کرونا نه بچ كېدو لپاره په اېس او پيز عمل درآمد ضروري دے، اولس دې ماسك اچوي او په اېس او پيز دې عمل وكړي، په صحيح معنو كښې كه اختياطي تدبيرونه خپل نه كړے شول نو د ژمي په موسم كښې به ستونزې رامخې ته شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ سيالکوټ كښې د فضائي کمپنۍ اېئر سيال پرانستې نه پس كار??با??ي ورورولۍ ته خپله وېنا كښې وكړه ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د هېواد په پرمختګ كښې د سيالكوټ بزنس كم??ونټي مهم كردار لري ٬ نزدې سباٶن كښې به سيالکوټ د برآمدي هلو ځلو مركز جوړ شي٬ دوي ته په سباٶن كښې د خپل ايئر لائن حاجت پېښېدونكے ٶ، دې لپاره دوي دلته د وړاندې نه يو شاندار هوائي مېدان او بيا خپل ايئر لائن جوړ كړو ځكه چې كار??با??ي ورورولي ښه پوهېږي چي ھغوي اېئر لائن څنګه چلولې شي۔ده ووئېل د ايئر سيال پېل سره به د پي آئي اے او نورو فضائي كم??نو تر مينځه د مقابلې فضا راپېدا شي او مسافرو ته به سهولتونه ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل د کرونا په صورتحال كښې معاشي هلې ځلې جاري ساتل مهم چېلنج ٶ٬ د كرونا مخ نيوي له لاك ډاٶن ښه لاره ده٬ د الله پاك په فضل او کرم او د اولس په مرسته د كرونا په وړٶمبۍ چپه كښې صورتحال په قابو كښې ٶ٬ د كوټلې لائحې په سبب ډبليو اېچ او د پاکستان شمېره په ھغه 7 هېوادونو كښئ كړې چا چې د غوره لائحې د لارې د كرونا د صورتحال مخنيوي لپاره اقدامات كړي او روزګار، کار??با?? او خپل اولس ئې د كرونا نه بچ كړے۔ وزيراعظم ووئيل مخالفې ډلې ھغه وخت په لاك ډاٶن نه كولو په حكومت تنقيد كولو خو تېر ځل د لاك ډاٶن مطالبه كونكې مخالفه ډله نن جلسې كوي٬ د کرونا په دوېمه چپه كښې په احتياطي تدابير عملدرآمد ضروري دے۔ ده ووئيل په امريكا كښې په هر څلورو ورځو كښې دومره كسان د كرونا په سبب مري څومره چې پاکستان كښئ په اووه مياشتو كښې هم نه دې مړه شوي٬ دا مهال کېليفورنيا، انګلينډ او اټاليه كښې د لاك ډاٶن صورتحال دے ٬ اولس ته غږ كوٶ چې ماسك اچوې او په اېس او پيز عمل وكړې ځكه چې د ماسك اچولو نه غېر د كرونا مخ نيوے نشي كېدے۔ وزيراعظم ووئيل حکومت کار??با??ي طبقې له سهولتونه وركولو لپاره عزم لري او د كار??با??ي ورورولۍ ډاډګيرنه كول غواړي دغسې چې كار??با??ي هلې ځلې زياتې شي۔ ده ووئېل د 60 په لسيزه كښې پاكستان پرمختګ كولو خو د 70 لسيزي د منفي پاليسو په سبب صنعتي پرمختګ وځپلے شو٬ صنعتي پرمختګ لپاره بزنس كم??ونټۍ ته ټول سهولتونه وركوٶ٬ د خنډانو خاتمه او په كار??با?? كښې آسانۍ پېدا كول د حكومت ترجيح ده او د حكومت د تر ټولو لوي مقصد دا دے چې اولس د غربت نه خلاص كړے شي٬ ده ووئېل ګلګت ب??تس??ان، د پخوانۍ فاټا ضم شوو ضلعو، بلوچستان او د پنجاب د ډېره غازي خان غٶندې پسمانده سيمو پرمختګ ته دې پام لرنه اوشي كومې چې په پرمختګ كښې وروستو پاتې دي۔ده ووئېل سوكالۍ لپاره يو ډول پرمختګ ضروري دے٬ چين خپلو لاندې طبقو ته سهولتونه وركړي او 70 كروړه اولس ئې د غربت نه خلاص كړے ٬ د سي پېك يو مقصد دا هم دے چې لويديز چين ته وده وركړې شي ځكه چې چي د ګوادر د لارې سمندري تجارت ته وده وركول غٶاړي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ هڅه ده چې په كومو سيمو كښې د محرومۍ احساس شته هلته سهولتونه وركړو٬ بې وسه كسانو لپاره دې پاليسۍ جوړې كړې شي او دې مقصد لپاره د احساس پروګرام پېل كړې شوے خو دې لپاره د دولت زياتوالے هم ضرورې دے ځكه چې د دولت نه غېر د غربت خاتمه نشي كېدې ۔ ده ووئيل كله چې اوسني حكومت اقتدار ترلاسه كړٶ نو د زرمبادله پانګې كمې وې او ادائيګۍ لپاره مونږ سره پیسې نه ٶس٬ زمونږ برآمدات زيات او درآمدات كوم وٶ٬ مونږ برآمدات زياتول غواړو٬ مونږ هڅه كوٶ چې د سيالکوټ صنعت ته هر ډول ممكنه سهولت وركرو ۔ده ووئېل د سيالکوټ، ګوجرانواله ، ګجرات، وزيرآباد، کراچۍ او د فېصل آباد برآمدات زياتولو لپاره مرسته پكار ده٬ د كوچنۍ او مېنځنۍ د??جې كار??با?? زيات روزګار پېدا كوي٬ ځوانان زمونږ د آبادۍ لويه برخه ده ٬ دوي ته د روزګار موقعې وركول دي او په دې لړ كښې به د وزير اعظم آفس له مخې د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر او ټاسك فورس خنډان لرې كولو او د كوچنۍ او مېنځنۍ د??ې صنعت لپاره آسانۍ راپېدا كولو لپاره اقدامات كوي۔ وزيراعظم ووئيل د حكومت د كوټلو اقداماتو په سبب د جاري كهاتو په زيان قابو موندلے شوے۔ ده ووئيل سيالکوټ كښې د جديد پوهنتون جوړولو منصوبه لرو٬ په دې پوهنتون كښې به د مصنوعي ذهانت، ټيکنالوجي او نورو څانګو ته پاملرنه كولې شي دغسې مونږ په هري پور كښې د اسټريا په مرسته پوهنتون جوړ كړے چرته چې به د نړيوال معيار انجينئرز راپېدا شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د کار??با??ي ورورولۍ د اېف بي آړ٬ سټېټ بېنك او د يوټيليټي کمپنيو په اړه مسئلې به حل كولې شي٬ د اولسي مسئلو حل لپاره موثره بلدياتي نظام وړاندې كوٶ٬ ښارونو كښې به سټي ګورنمنټس جوړولے شي او د ميئر انتخاب به نېغ په نېغه كېږي۔