سرينګر 05 دسمبر (اے پي پي) په غ??ر قانوني مقبوضه جمو و كشمير كښې د نرېندر مودي د فسطائي هندي حكومت لخوا تېر كال د اګست په پنځمه نېټ?? د ??ګول شوې پرله پسې پوځي محاصرې په وج?? د ??شميريانو ژوند سختو ستونزو سره مخ دے. په مقبوضه سيمه كښې د هندي پوځ د پوځي محاصرې په 16 مياشتې پوره كېدو د كشمير مېډيا سروس د څېړنې څانګې لخوا په جاري شوي يو رپورټ كښې انكشاف شوے چې هندي ځواكونو په دې موده كښې د اوو مېر??نو پشمول 291 كشميريان شهيدان كړي دي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې زياتره كشميريان د محاصرې او لټون په نوم د كارروائيو په مهال په جعلي مقابلو كښې شهيدان كړے شوي دي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې زياتره ځوانان د خپلو كورونو نه پورته كړے شوي دي او په دوي د مجاهد كېدو يا مجاهدينو لپار?? د ??ار كولو بې بنسټه تورونه لګول شوي دي او ??يا وروستو شهيدان كړے شوي دي. د رپورټ له مخې د تېرو شپاړس مياشتو په مهال د 291 كشميريانو د شهادتونو په نتيجه كښې شپاړس مېرمنې كونډې او 36 ماشومان يتيمان شوي دي. په دې موده كښې د طاقت وحشيانه استمال په نتيجه كښې يو زر 5 سوه 77 كسان ژوبل كړے شوي دي او 14 زره 2 سوه 19 كسان ګرفتار كړے شوي دي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې قابض هندي ځواكونو په دې موده كښې 976 كورونه او ودانې تباه كړې دي او ?? 94 كشميري مېر??نو ئې بې حرمتي كړې.