اسلام آباد 04 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې پاکستان سټيزن پورټل د مدينې رياست په پلو اهم قدم دے،دې سره د ادارو٬ بېوروكرېسي او د وزيرانو د كاركردګۍ په جاج اخستلو كښې مرسته ترلاسه كېږي، د ځائي حكومتونو نوې نظام سره به ??نقلاب راشي او د اولس مسئلې به هم د دوي په ښارونو كښې حل شي، اولس ته اپيل كوٶ چې ھغوي خپل ځان بااختياره كولو لپاره دا پورټل زيات استعمال كړي۔ د جمعې په ورځ د پاکستان سيټزن پورټل دو كلنې كاركردګۍ په اړه خاص غونډې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د پاکستان سيټيزن پورټل ډلې چې كوم عزم سره دا يونټ چلولے ، ھغوي د مباركۍ حق لري٬ دې پورټل څخه اولس اختيار مند جوړولو په اره ي?? نوي سوچ وده كړې۔ وزيراعظم ووئيل دا بد مرغي ده كله چې آزادي ترلاسه شوه نو د وړاندې حكومت كوٶنكو پشان زمونږ د ح??مرانانو ذهنيت هم بدل نه شو ھغوي دا ګڼله چې د انګرېز ځائ دوي واخستو٬ انګرېزانو د بل هېواد نه دلته راتللو سره په غلامانو حكومت كولو، په خپل هېواد كښې د دوي وګړو سره رويه ي?? شان او دلته بل شان وه۔ وزيراعظم ووئيل د انګرېز خپل وګړي اختيار مند او ټېكس وركوٶنكي ٶ ځكه ھغوي سره بل ډول رويه ساتل كې??ه۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان سټيزن پورټل جوړول د مدينې رياست په پلو د سفر اهم قدم دے٬ د مدينې رياستي د نړۍ په تاريخ كښې ھغه لومړې فلاحي رياست ٶ چرته چې د كمزورو ،يتيمانو او د ضعيفانو ټولو ذمه واري رياست اخستې وه٬ په بادشاهت كښې به ??اسې نه كې??ل۔ ده ووئيل پاکستان كښې هم د جمهوريت په سبب بدلي راغلې ده٬ دا د ح??ومت ذمه واري ده د دوي كار كسب هم د ح??ومت ذمه واري ده۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان كښې تر اوسه دا پورټل 30 لكه خلقو استعمال كړے او دې څخه مونږ ته دا معلومېږي چې د كوم حكومت يا ادارې په ضد څومره شكايات دي۔ وزيراعظم ووئيل ټولې مسئلې د ځائي حكومتونو د ناكامۍ په سبب دي مونږ چې د ځائي حكومتونو كوم نظام راوړو ھغې سره به ??نقلاب راشي، د كلي خلق به ?? خپلو نمائندګانو انتخاب پخپله كوي. په نړۍ كښې د وګړو مسئلې ځائي حكومت حل كوي٬ د كراچۍ او د پېښور پشمول په لويو ښارونو كښې به نېغ په نېغه انتخابات كېږي او خپل حكومتونه به ??وړوي، د دوي مسئلې به ?? دوي په ښارونو كښې حل كېږي۔ وزيراعظم ووئيل تاركين وطن د پاكستان اثاثه دي، د دوي ستونزې او مسئلې د سيټيزن پورټل د لارې حل كېږي۔ ده اووسيز پاكستانيانو ته ووئيل چې ھغوي دې د سټيزن پورټل استعمال زيات كړي۔ وزيراعظم ووئيل پنجاب او سندھ كښې په خاص توګه تاڼې دار او د اے سي لخوا پېسو اخستو سره د كار كولو مسئله رامخې ته ده، كه دا خلق د يو وګړي څخه رشوت غواړي نو ھغه دې په سمدستي توګه په سيټيزن پورټل شکايت وكړي، د ھغوي نه ځواب غوښتل زمونږ كار دے، دې سره به ??ولس بې وسه كېږي نه۔ وزيراعظم ووئيل نور زيات خلق سټيزن پورټل استعمالوي، په دې د ح??ومت تر اوسه هېڅ فنډز نه دې لګېدلي٬ دوي به لا اختيار مند او قوي كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل د وزيراعظم په توګه به ??ې نظام څخه ماته په دې پوهېدو كښې آساني وي چې كومه اداره يا وزارت كار كوي، چې كوم بېوروکرېټ يا وزير كار كوي د دې څخه به ?? سزا جزا نظام آسان شي او د دوي به ??حتساب وكړې شو٬ د دوي په ترقۍ او د دوي په ضد كاروائۍ كښې به ??ساني ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل د كوم چارواكي كاركردګي چې اوس نه ښه كېږي د ھغه په بل ځائ كښې د تعينات كولو په ځائ به ھغه لرې كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل سټيزن پورټل سره به ?? اولس اختيارات زيات شي او د دوي غږ به ??ورېدلې شي۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم ته د پاکستان سټيزن پورټل د دوه كلنې كاركردګۍ په اړه بريفنګ وركړے شو. سنيټر فېصل جاوېد د نظامت وظيفه ترسره كړه۔(GUL/AMR/1901)