اسلام آباد 04 نومبر (اے پی پی) د بوسنیا٬هرزیګووینا پریذیډنسی چئیرمېن شفیق جعفرووچ پاکستان ته رارسيدلے دے ، د ماحولیات وزير ممكلمت زرتاج ګل د اعلی چارواكو سره د بوسنیا هرزیګووینا صدر هركلے وك??و۔ د شورو په ورځ خارجه دفتر لخوا جاري بيان له مخې شفیق جعفرووچ د وزیراعظم عمران خان په بلنه د پاکستان په دوه ورځنۍ دوره راغلے ۔ د خپلې دورې په مهال د اعلیٰ پائې پلاوي د شفیق جعفرووچ سره ملګرے دے چې پكښې د سلامتیا وزیر او صدارتی صلاحكار شامل دي۔ شفیق جعفرووچ به د وزیراعظم عمران خان او صدر ډاکټر عارف علوی سره ملاقاتونه کوي۔ د بوسنیا هرزیګووینا صدر به د قومی اسمبلی س??یک?? او خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی سره هم ملاقات کوي۔ شفیق جعفرووچ به د تجارت او سرمایه کارۍ لپاره د وزیراعظم صلاحكار او نورو اعلیٰ شخصیات سره ه?? جلا جلا ملاقاتونه كوي۔ بوسنیا ، هرزیګووینا پریذیډنسی چئیرمېن پ?? حیث دا د شفیق جعفرووچ د پاكستان وړومبنۍ دوره ده