اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې په افغانستان كښې امن په ټوله منطقه كښې امن او استحكام لپاره ضروري دے۔ ده دا خبرې افغانستان لپاره نومول شوي ??في?? منصور احمد خان سره د خپلو خبرو په مهال وكړې كوم چې ده سره د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او افغانستان په اړيكو او د افغانستان د سولې عمل پشمول په بېلا بېلو چارو خبرې وشوې۔ خارجه وزير افغانستان لپاره د ??في?? په توګه په ټاكنه منصور احمد خان ته مباركي وركړه او وې وئيل چې تاسو ته دا نوې ذمه وارې ستاسو د سروس غوره ريكارډ په نظر كښې ساتلو سره درپغاړه كړې شوې دي۔ خارجه وزير ووئيل چې په افغانستان كښې امن په ټوله منطقه كښې امن او استحكام لپاره ضروري دے۔ ده نومول شوي ??في?? ته ووئيل چې هغه په يو داسې وخت كښې د ??في?? په توګه خپلې ذمه وارې پغاړه اخلي كله چې پاكستان په كورنۍ او بهرنې توګه ډېرو چېلنجونو سره مخ دے۔ ده ووئيل چې د پراخا تجربې په سبب به ستاسو ټاكنې سره د پاكستان او افغانستان د دوه اړخيزه اړيكو په استحكام كښې مرسته وشي۔ خارجه وزير نوي ??في?? ته د وظيفه اي چارو او د فارن پالېسې ترجيحاتو په اړه خاص هدايات وركړل۔ افغانستان لپاره نومول شوي ??في?? منصور احمد خان د خارجه وزير مننه وكړه۔ منصور احمد خان د دې نه وړاندې په ويانا ك??ې د ??في?? په توګه خپل خدمات ترسره كړي دي۔