اسلام آباد 24 جولائی (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپیكراسد قیصر سره د جمعې په ورځ د هوټلز، ریسټورنټس اومیرج هالز ایسوسی ایشن پلاوي پارلیمنټ هاؤس كښې ليدلې دي۔ پلاوي اسپیكر د كورو??ا وائرس وباء له امله د هوټلو او میرج هالز بنديدو په سوب د شوي معاشی زيان څخه خبر كړے ۔ پلاوي ووئيل د تيرو 4 مياشتو راهسې هيواد كښې هوټلز او میرج هالز بند دي، د دې څانګې بنديدو سره مالكان او څانګې سره تړون لرونكې ګڼ كسان معاشی س??ون??و سره مخ دې۔ پلاوي سپیكر ته د دې څانګې بحالۍ لپاره خپل كردار د ترسره كولو خواست وكړو۔ سپیكر ووئيل پاكستان قدرتی ښكلا لري او د سيلګرۍ په اړھ ګڼې موقعې دلته شته۔ سیلګ??ۍ څانګې ته وده وركولو سره قیمتی زرمبادله ترلاسه كيدې شي۔ وفاقی حك??مت صوبو س??ه په ګډه د سيلګ??ۍ څانګې ته ودې وركولو لپا??ه په ترجیحی بنیادونو ګامونه پورته كوي۔ حك??مت د دې وباﺀ خپريدو خطر له مخې په مجبورۍ كښې هوټل او نور كاروبارونو باندې بنديز لګولے ۔ حك??مت په دې اړه سنجیدګۍ سره د دې څانګې په بحالۍ غور كوي۔ اسپیكر د قامي اسمبلۍ غړو ملك عامر ډوګر، خرم شهزاد او امجد نیازی ته سپارښتنه وكړه چې د هوټل ایسوسی ایشن نمائندګانو سره د رابطې كولو او د هغوي مسئلو اوريدلو نه پس خپل تجاویز مرتب كړئ