اسلام آباد ۔ 21 جولائی (اے پی پی) اروپائي ائتلاف به خېبر پختونخوا كښې د ضم شوو پخوانو قبائلي ضلعو او بل??چستان كښې د قانون حكمراني قوي لپاره پاكستان له د 3.6 اربه روپو ګرانټ وركوي۔ په دې لړ كښې پاکستان او ??روپائي ائتلاف د 20 ملین یورو فنانسنګ لوظنامې لاس ليك كړي ۔ د اقتصادی چارو ډويژن سېكرټري نور ??حم?? او ?? اروپائي يونين ناظم الامور اېن مارشل د لاس ليك دستوره كښې موجود وو۔ د لوظنامې ترمخه به اروپائي ائتلاف خېبر پختونخوا صوبه كښې د ضم شوو پخوانو قبائلي ضلعو او بل??چستان كښې د قانون حكمراني قوي كولو له د 20 ملینه یورو یا 3.6 اربه روپو ګرانټ وركوي۔ رول آف لاء پروګرام به 5 كلونو (2020 نه تر 2025) كښې بشپړ شي۔ د اروپائي ائتلاف ناظم الامور اېن مارشل په ??ې موقع ووئيل دا پروګرام انصاف ته د يو برابر رسنې مقصد ترلاسه كولو له وضع كړے شوے كوم چې د اروپائي ائتلاف بنيادي پالېسي هم ده۔ ده د پروګرام په ترتيب كولو كښې د خېبر پختونخوا او بل??چستان د اقتصادي چارو وزارت مننه وكړه۔ د اقتصادي چارو ډويژن سېكرټري نور ??حم?? د پاکستان او ??روپائي ائتلاف ترمينځه د اوږ??ې مودې شراكتدارۍ او په خاص توګه د روغتيا ، زده كړو ٬ د قانون حكمرانۍ او ملټه انډېکېټیو پروګرام كښې مرسته وستائله۔ ده ووئيل دې پروګرام سره به د وګړو بنيادي حقونو تحفظ او ?? قانون سرلوړي باوري كولو له مرسته ترلاسه شي