اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د نېشنل راډيو او ټيلي کميونيکيشن کارپورېشن (اېن ټي آر سي) هري پور دوره كړې چرته جې وزيراعظم پاکستان كښې په وړومبي ځل د وينټيليټرز پېداواري سهولت پرانسته وكړه۔ د وزيراعظم ميديا آفس لخوا د جاري بيان له ??خې د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير فواد چوهدري، د توان وزير عمر ايوب خان، د وزيراعظم د كووېډ-19 پحقله ??وكل پرسن ډاکټر فېصل سلطان، د اې?? ډي اې?? اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل محمد افضل او نور اعلٰې چارواكي هم په دې مهال موجود وو۔ د اې?? آر ټي سي منيجنګ ډائريکټر بريګيډئر توفيق احمد وزيراعظم ته د ادارې د خدماتو، پېداوار، په دې څانګه كښې د تحقيق او پرمختګ او تاريخ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل اې?? آر ټي سي د کميونېکيشن آلات، اي پوليسنګ، اليکټرو ميډيکل آلاتو او د هارډ و سافټ و??ئر جژرولو پشمول نور خدمات تر سره كوي۔ وزيراعظم په وړومبي ځل د هېواد دننه د وينټيليټرز جوړولو لپاره د سائنس او ټيکنالوجۍ وزارت او د اې?? آر ټي سي د اقدام ستائنه كولو سره ووئيل دا پاكستان لپاره مهم سنګ ميل دے٬ ټوله ډله د مباركۍ مستحق ده، هېواد كښې د غوره صلاحيتونو خاوندان موجود دي څوك چې ?? نوې ټېكنالوجۍ پحقله ايجادات رامخې ته كولے شي۔ده ووئېل زمونږ حكومت به په دې لړ كښې د ځوانانو صلاحيتونه پكار راوستلو لپاره هر ډول ممكنه معاونت كوي۔ وزيراعظم ووئيل د كرونا وباء رسپانس او د معيشت په اړه زمونږ د سمارټ لاك ډاون د اقداماتو ستائنه كېږي٬ مونږ خپل پام اوس د صحت كوټلو اصلاحاتو پلو ګرځولے ۔ د دې نه پس وزيراعظم د وينټيليټر جوړولو د سهولت پرانسته وكړه او د اې?? ټي آر سي د بېلا بېل سېكشنز ئې خارنه