اسلام آباد 22 اپریل (اے پی پی) د هوابازۍ وفاقی وز??ر غلام سرور خان د کورونا وائرس په خپريدو قابو موندلو لپاره د ایوی ایشن ډویژن او دې سره د اړوندو ادارو هڅې ستائلې دي۔ د ایوی ایشن وياند د اړه د شورو په ورځ جاري اعلامیې له مخې وفاقی وز??ر ووئيل سول ایوی ایشن اتھارټی ډله په قامی كچه خپل فرائض په ښه ډول ترسره كوي۔ وفاقی وز??ر ووئيل دا مهال د نړيوالو پروازونو ا??پر??شن په 6 هوائی ميدانونو روان دے۔ د جناح انټرنیشنل ائېر پورټ کراچۍ منیجر او چیف ا??پر??ټنګ آفیسر عمران خان خپل خذمات ترسره كولو كښې د کورونا وائرس ښکار شوي دغسې هغه په روغتون كښې بستر دي ، د ه??وي سره كار كوونكې 10 نور كسان هم قرنطینه ته ليږلې شوي۔ ده ووئېل د هوائي ميدان منیجر د تيرو څو ورځو راهسې په هوائي ميدان د مسافرو هيواد ته په راستنيدو سکریننګ عمل كښې بوښت ؤ، په دې مهال هغه پخپله د کورونا وائرس ښکار شوے او قرنطینه ته تللې ۔ده ووئېل د عمران خان په غیر موجودګۍ كښې ظفر اعتماد د هوائي ميدان د منیجر فرائض ترسره كوي۔ د روغتيا عملې سره سره سول ایوی ایشن اتھارټی چارواكي خپلې هلې ځلې كوي او د سکریننګ عمل په ښه ډول ترسره كوي