اسلام آباد ۔ 13 اپرېل (اے پی پی) د بهرنيو چارو وفاقي وزير مخدوم شاه محمود قرېشي بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته خواست كړې چې روانه وضعه كښې د صبر او زغم څرګندونه وك??ې۔ ستاسو هېواد ته رارسول زمونږ ذمه واري ده۔ په دې لړ كښې به كه لوئے څښتن ته منظور وي مونږ ټول ممكنه ګامونه پورته كوؤ۔ اول صوبو د ايئرپورټ پرانستلو كښې خوښي نه لرله ولې اوس ئې خوښي ښكاره كړې ۔ 14 اپرېل څخه د پېل كېدونكي ف??ائ?? آپرېشن كښې به زيات نه زيات پاكستانيان كومو كښې چې ځينې بنديوان هم شامل دي هېواد ته راورسولې شي۔ د دې خيا??ات?? څرګندونه ده د ګل په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې د كورونا وائرس په اړه د خاص پارلماني كمېټۍ غونډه كښې وك??ه۔ ده ووئيل شهریار آفریدی د ذېلي كمېټي تفصيلي راپور مونږ ته وړاندې كړې ۔ دا مهال 39748 پاکستانیان بهر هېوادونو څخه پاكستان ته راتلل غواړي۔ ده ووئيل تر دې دمه 1640 پاکستانيان د 12 خاص ف??ائ??س د لارې پاكستان ته راوړلې شوي۔ ده ووئيل امريكا او كاناډا كښې مېشته پاكستانيان هم هېواد ته راتلل غواړي ځكه دا شمېره 40 زره څخه زياتېدې شي۔ ده ووئيل مونږ له به د ټولو اړخونو تر مخه تګلاره جوړول وي۔ خارجه وزارت به دې لړ كښې هر ممكنه مرسته كوي۔ ده ووئيل په ګرده نړۍ كښې زمونږ سفارتخانې بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو خيال ساتي ۔ ده بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته خواست وك??و چې روانه وضعه كښې د صبر او زغم څرګندونه وك??ې۔ ده ووئيل ستاس?? خپل هېواد ته رارسول زمونږ ذمه واري ده۔ په دې لړ كښې به كه لوئے څښتن ته منظور وي مونږ ټول ممكنه ګامونه پورته كوؤ۔ ده ووئيل نیپال كښې زمونږ 14 او مالدیپ كښې 04 پاکستانیان بېرته راتلل غواړي دوئي به يو ځائې هېواد ته راوړلې شي۔ ده زياته كړه چې دا نړيواله وباﺀ ده او د امريكې او اروپاﺀ صورتحال ستاسو په وړاندې دے۔