اسلام آباد ۔ 11 اپرېل (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فرودس عاشق اعوان وئيلي دي 8 ساعتونو ك??ې د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام ترسېوري لاندې 8 لكه 15 زره 548 كورنيو ته مرسته تر دوئي درشل ورسولې شوه۔ دوه نيمو څخه تر درې اونيو كښې به 120 لكه كورنيو ته د 144 كروړه روپو رسولو هدف ترسره كړې شي۔ احساس كېش اېمرجنسي پروګرام د بندګانو د حقونو د خيال ساتلو ځلنده مثال دے۔ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ ك??ې د احساس پروګرام د لارې په دې سخت وخت كښې رياست د مور كردار ترسره كولو سره د اولس د حقونو ساتنه كوي۔ د پاكستان په تاريخ كښې اولنې حكومت دے كوم چې په هيومن ريسورس (بشري وسائلو) مصرف كوي۔ د احساس ایمرجنسی کېشں پروګرام ترسېوري لاندې كېش ترلاسه كولو له اسلام آباد كښې 27 كېش پوائنټ مقرر كړې شوي دي۔ اولس ته خواست دے چې دكوم وګړي په موبائل پېغام راشي هغه دې مرسته ترلاسه كولو له كېش پوائنټ ته لاړ شي۔ دې د خالي په ورځ اسلام آباد ك??ې د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام لپاره د كېش پوائنټ دورې په موقعه ??يډيا سره خبرې كولې۔ ډاكټر فر??وس عاشق اعوان ووئيل په دې پروګرام ك??ې د وزيراعظم د خواري كښو ٬ مزدورانو او مستحقين سره د تړون پړق په نظر راځي۔ د نوي پاكستان بنياد په احساس اېښودلې شوې دې۔ احساس پروګرام د مدينې رياست عكاسي كوي۔ احساس د يو انسان بل انسان سره د حقوق العباد ادا كولو په لړ كښې حقيقي تعلق دے۔ حضرت محمد ۖ د احساس رول ماډل وو چا چې انسانيت ته مينه كول وښودلِ۔ قرآن كريم تر ټولو وړاندې د بشري حقونو تشريح كړې۔ د قرآن په شكل كښې چارټر آف هیومن رائټس نړۍ ت?? وړاندې كړې شو۔ دې ووئيل اېمرجنسی کېش پروګرام ك??ې د سماجي تحفظ وتخفيف غربت ٬نادرا ٬ضلعي انتظاميې او نورو ادارو شپه او ورځ محنت ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ دې ووئيل منافع خوړونكو ته خواست دې چې په دې سخت وخت ك??ې د خپلې ګټې په ځائې ثواب ګټلو ته ترجيح وركړي۔ شتمند دې په مستحقينو خپل مالونه مصرف كړي۔ دې ووئيل زلزلې ‘سېلاب یا قدرتی آفتونو له تكلاره جوړېدې شي چكه دا مخصوصه سيمه لري ولې ګرد هېواد ك??ې د كورونا وائرس مقابله حكومت يوازې كولې نه شي ټول قام سره په ګډه به دې وائرس ته ماتې وركوؤ۔ دې ووئيل وزيراعظم ددې پروګرام څارنه كوي او كوم ځائې چې نظام كښې كمي يا ستونزې په نظر راځي هغه په سمدستي توګه لرې كولې شي