اسلام آباد ۔ 5 اپرېل (اے پی پی) په كورونا وائرس د پارلماني كمېټۍ غونډه نن د ګل په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې كېږي۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر به د 25 كسيزه پارلماني كمېټۍ غونډې مشري كوي۔ د قومی اسمبلۍ سېکرټرېټ له مخې د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ډاكټر حفيظ شېخ او د تجارت صلاحكار عبد ا??رزاق داؤد به د كورونا وائرس دلاسه د هېواد په معيشت او تجارت د پرېوتونكې منفي اغېز او د معيشت بحالۍ پلان او د وزيراعظم د قامي روغتي?? خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا او د اېن ډي اېم ??ے چيئرمېن جنرال محمد افضل به كمېټي ته د وائرس موجوده صورتحال او د ريليف په لړ كښې د پورته كړې شويو ګامونو په اړه بريفنګ وركوي۔ غونډه كښې به د كمېټۍ غړي د وېډي?? كنفرنس د لارې ګډون كوي