اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) د تعليم وفاقي وزير شفقت م??مو?? وئيلي دي چې قام ته باور وركوٶ چې د کرونا وائرس د وباء به په مړانه مقابل?? كوٶ٬ د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه رابللې شوې ده په دې كښې به ټولو صوبو ته هم د ګډون كولو بلنه وركوٶ٬ هر هېواد د وباء په ضد په خپله ت??ګه ګامونه پورت?? كوي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د كرونا وائرس پحقله د اعتراض د نكتې ځواب شفقت م??مو?? ووئيل واقعي زيات اندېښمن صورتحال دې٬ حكومت د دې صورتحال څخه ښه خبر دې او په دې لړ كښې ګامونه پورت?? كوي٬ پاکستان كښې د كرونا 22 كېسونه رامخې ته شوې دي۔ ده ووئيل په ايران كښې د كرونا وائرس رامخئ ته كېدو نه پس تفتان بارډر بند كړې شوې دې او د سكريننګ عمل پېل كړې شوې دې٬ په هوائي مېدانونو د لس لكه كسانو سكريننګ شوې دې٬ روغتونونو ته كټس وركړې شوې دي٬ بايد ?? وېرې خپرولو څخه دې ډډه وكړې شي۔ ده ووئيل په امريكا او برتانيه كښې سكولونه او پوهنتونونه بند كړې شوې دي۔ ده ووئيل د قامي سلامتيا كمېټۍ د غونډې نه پس به اقدامات واضح شي