اسلام آباد 06 مارچ (اے پی پی) د وزیراعظم ?? اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې تر درې لسيزو په قام مسلط شوي نن خپلې ناكامۍ قبلوي’ د پخواني وزیراعظم ??اهد خاقان عباسی بیان د جرم اعتراف دې’ د پاكستان اولس د دوه كورنيو موروثی او سیاسی ماډل څخه بیزاره دي، اولس عمران خان وزیراعظم منتخب كولو سره نوې لاره لټولې ده۔ د دې خيالاتو څركندونه دې د جمعې په ورځ د پخواني وزیر اعظم ??اهد خاقان عباسی بیان نه پس جاری شوې خپل يو ټويټ كښې كړې كوم كښې چې هغه وئيلي چې”; د نير وخت ماډول د هېواد مسئل حل نه كړې شوي د نوې لارې لټولو ته اړتيا ده”;۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د شاهد خاقان عباسی دا بیان په اصل كښې د جرم اعتراف دې۔ دې ووئيل تر درې لسيزې په قام مسلط شوې نن د قام په وړاندې خپلې ناكامۍ قبلوي۔ دې ووئيل د پاكستان اولس عمران خان وزیراعظم منتخب كولو سره نوې لاره لټولې ده، د پاكستان اولس د دوه كورنيو موروثی س??اسی ماډل څخه بیزاره دې۔ دې ووئيل نن د جمهوریت خبرې كونكې په خپل دور كښې آئینی بدلون كولو سره د بادشاه سلامت جوړيدو هڅې كوي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل ”;كمپنی س??است”; كښې ټول شیئرز كورنۍ ته ترلاسه كېږي،د هغوي جمهوریت دا ؤ چې مشر ورور پخپله وزیراعظم، كشر ورور وزیراعلی، وراره د لوئې صوبې مختاراعلی جوړ شوې ؤ دغسې د هغه لور ”;سوپر وزیراعظم”; درجه لرله ‘; عمران خان د اولس هغه مقبول لارښود دې چا چې په حقیقی توګه د اولس راج قائم كړې۔دې ووئيل وزیراعظم ??با كراچۍ ته ځي چرته به چې هغه د لويو لويو اولسي پروژو پرانسته كوي۔