اسلام آ??اد 24 فروری (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي د توان څا??ګه د هېواد معیشت په پرمختګ كښ?? مهم كردار لري، صارفین او صنعتونو له په مناسبه بيعه د برېښنا وركولو، توان څا??ګه كښې اصلاحاتو ته حکومت پام لرنه كوي٬ د تيرو حکومتونو لوظنامو، انتظامی اصلاحاتو ته پام نه كولو سره د توان څانګې بوج اولس پورته كوي ، د اولسي ستونزو څخه خبر يو او حکومت هڅه كوي چې د برېښنا بيعه كښ?? استحکام باوري كړې شي او څومره چې هم ممكن وي اولس له اسانۍ وركړې شي۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د ګل پھ ورځ د برېښنا بيعه كښ?? د كمي په اړه په خپله مشرۍ كښ?? غونډې ته خطاب کښې وكړه۔په غونډه كښ?? د منصوبه بندی وزير اسد عمر، د توان وفاقی وزیرِ عمر ایوب، د بحری چارو وفاقی وزیر سید علی حیدر زیدی، د وزیر اعظم د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفیظ شیخ، د وزیر اعظم خاص مرستي??ل ندیم بابر ، اړوندو وفاقی سیکترانو او نورو سینئر افسرانو ګډون كولو ۔په غونډه كښ?? د برېښنا بيعې ارزانولو په اړه په بيلو تجويزونو غور وكرې شو۔ غونډې ته خپله وينا كښ?? وزیرِاعظم ووئيل د توان څا??ګه د هېواد معیشت په پرمختګ كښ?? اهميت لري۔ صارفین او صنعتونو له په مناسبه بيعه برېښنا وركول ، د توان څانګې اصلاحات او په هغې كښ?? په خساره قابو موندلو ته حکومت پام لرنه كوي۔ده ووئيل د تيرو حکومتونو كړو لوظنامو ، په وخت انتظامی اصلاحات ته پام نه كولو او ترسیل او وېش په اړه د شوي زيان نظر انداز کولو سره د بيلو چیلنجونو سره مخ يو او د هغې ټول بوجھ اولس پورته كوي ۔ ده ووئيل حکومت د يو نه تر درېو سوو یونټس كارونك او کمزورو طبقو له هر ممکن ریلیف وركوي ۔ ده ووئېل مونږ د اولسي ستونزو څخه خبر يو او حكومت هڅه كوي چې د برېښنا بيعه كښ?? استحکام باوري كړي