ډیووس 22 جنوری (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي ??اک??تان په افغانستان كښې د امن لپاره د امریکې سره په ګډه كار كوي، افغانستان ك??ې امن سره به تر مينځني اسياﺀ رياستونو رسنه ممكنه شي، سعودی او ایران ترمينځه تاؤ ترېښوال?? كمولو له كردار ترسره كوو،حکومت د معیشت قوي كولو او نيغ په نيغه غیر ملکی سرمایه کارۍ زياتولو په تګلاره عمل كوي،مونږ کرنسی مستحکمه کړې او کرنټ اکاؤنټ خساره كښې 75 فیصده کمی كړې شوې ،غیر ملکی سرمایه کارو له په زړه پورې مراعات وركړې كېږي، د ??اک??تان خاوره د ځينو پخوانو تهذہبونو مسکن ده ، سېلګرۍ له وده وركولو سره د هېواد معیشت پرمختګ كولې شي، ??اک??تان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لوئې مالي او ځاني قرباني وركړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نړيوال اقتصادی فورم په موقع د ??اک??تان ستراتيجكي ډائیلاګ ته خطاب کښې وكړه۔ وزیر اعظم ووئيل د افغان جنګ له امله زمونږ پھ ټولنه كښې د كلاشنكوپ كلتور پيدا شوي، ??اک??تان په افغانستان كښې د امن لپاره د امریکې سره په ګډه كار كوي۔ افغانستان ك??ې امن سره به د ??اک??تان تر مينځني اسياﺀ رسنه ممكنه شي۔ ده ووئېل ??اک??تان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لوئې مالي او ځاني قرباني وركړي۔ده ووئيل ??اک??تان ك??ې امن سره به تر ټولو زياته ګټه د سېلګرۍ څانګې ته ورسي ځكه چې د ??اک??تان خاوره د ځينې پخوانو تهذیبونو مسکن ده او ??اک??تان كښې د سېلګرۍ ځينې داسې ځايونه شته چرته چې نړۍ پام نه دې ك، مونږ ته معلومه ده چې سېلګرۍ ته وده وركولو سره د هېواد معشیت پرمختګ كولې شي۔ ده ووئيل د ??اک??تان زياتره آبادی په ځوانانو مشتمله ده۔ د 60ء لسيزه كښې د ??اک??تان معیشت تندۍ سره پرمختګ كولو ٬خو د 70ء په لسيزه كښې په زياتره ادارو د سرمایه كارو باور ختم شوې ؤ ۔ وزيراعظم ووئيل ??اک??تان د سعودي او ایران ترمينځه تاؤ ترېښوال?? كمولو له خپل کردار ترسره كړې، مونږ هڅې كوو چې سعودي او ایران سره اړيكې ښې كړو۔ ده ووئيل وړومبې مونږ خپله کرنسی مستحکمه کړې او بيا کرنټ اکاؤنټ خساره كمولو ته پام لرنه شوې او د کرنټ اکاؤنټ خساره كښې 75 فیصده كمې راغلې۔ ده ووئيل زرعی او صنعتی څانګې پرمختګ له ګامونه پورته كوو ٬ غیر ملکی سرمایه کارۍ زياتولو لپاره غیر ملکی کمپنیو له په زړه پورې مراعات وركړې كېږي۔ ده ووئيل ??اک??تان كښې د اوسپنې ،سرو زرو او د نورو معدنیاتو پانګې شته كومې كارولو لپاره چې بهرنۍ سرمايه كارۍ ته اړتيا ده۔