اسلام آباد 30 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د سمندر پورې ??اكستانيانو خاص مرستيال ذوالفقار بخاري وئيلي دي چې سمندر پورې ??اكستانيان دې د اث??ثو څرګندولو د سكيم نه ګټه پورته كړي٬ دا هغو بهر مېشته پاكستانيانو لپاره ښه موقع ده كومو چې تر اوسه په پاكستان كښې خپلې اث??ثې نه دي څرګندې كړې٬ بايد سمندر پورې ??اكستانيان دلته د پراپرټې په اخستلو كښې برخه واچوي كومه چې د هېواد پرمختګ لپاره ضروري ده٬ په پاكستان كښې اېكسچېنج رېټ بهتر دے٬ دلته په ډالر او پاؤنډز كښې سرمايه كارې سره به دوي ته ګټه ورسي۔ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې هغه پاكستانيان كومو چې په هېواد كښې 183 ورځې تېرې ??ړې دي٬ هغوي ټېكس فائلر جوړېدے شي٬ دا??ې پاكستانيان د سكيم له مخې خپلې اث??ثې څرګندولې شي۔ ده ووئيل چې دا??ې پاكستانيان كومو چې په پاكستان كښې 183 ورځې تېرې ??ړې وي او د هېواد نه بهر اوسي٬ د دوي امدن هم د هېواد نه بهر وي او دا??ې پاكستانيان هم چې په پاكستان كښې بزنس يا د پراپرټې نه امدن لري٬ نو هغوي د دې موقعې نه ګټه پورته كولې شي۔ دا??ې پاكستانيانو لپاره اسانيې وركړې شوې دي۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې جائيدار اخستونكو لپاره دا ښه موقع ده چې هغوي د تېرو شپږو كلونو زوړ ټېكس ادا كولو سره ډېكلرېشن ??ولې شي۔ د دوي نه به په بهر هېواد كښې د امدن د ذريعو پوښتنه نه شي كولې۔ د ټېكس او ډېكلرېشن اسانيې يوازې په پاكستان كښې په جائيداد اخستلو دي٬ د دا??ې پاكستانيانو معلومات به چا سره نه شي شريكولې۔