اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د بشري وسائلو پرمختګ ??و د هېواد په اقتصادي نمو كښې پوهنتونونه مهم كردار لري٬ دوي له تدريس ??ره ??ره د زده كوٶنكو كردار سازۍ ته هم پاملرنه پكار ده۔ اولس مشر دا خبرې د انټرنېشنل اسلامي پوهنتون رېكټر پروفېسر ډاکټر معصوم یاسین زئۍ ??ره كړې چا چې د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې دوي ته پرېذنېټېشن وركولو۔ ده ووئيل څلورم صنعتي انقلاب د نو?? ټېكنالوجۍ د بدلون يو طاقت ور محرك دے خو د ټېكنالوجۍ د پرمختګ ??قاضو له مخې تعليمي ادارو څخه نو?? تصورات او اقدامات رامخې ته كول پكار دي۔ اولس مشر په دې خبره زور رواړو چې د تحقيق او پرمختګ ??ره پاكستان د ټېكنالوجۍ په لحاظ د پرمختللې هېوادونو په صف كښې شاملېدې شي٬ په دې لړ كښې د رامخې ته ټېكنالوجيۍ د تجارتي استعمال لپاره كار كولو ته اړتيا ده ۔ اولس مشر تدريسي تحقيق او د اولسي پاليسو جوړولو عمل ترمېنځه د تعلق جوړولو په اهميت ??م رڼا واچوله۔ ده ووئيل تعليم ته د اولس رسنې لپاره د فاصلاتي تدريسي پروګرامونو څخه هم زياته مرسته اخستې كېدې شي۔ په دې موقع اولس مشر ډاكټر عارف علوي د تعليم پوهانو ته د هر ډول ممكنه معاونت وركولو باور وركړ