كولمبو 23 مارچ (اے پی پی)په س??ي لنكا كښې د پاكستان هائي كمېشن د هېواد مضبوط٬ خوشحاله٬پرمختګ كړې او جمهوري ويلفيئر رياست جوړولو عزم سره 79مه د پاكستان ورځ لمانځلې۔ په دې موقع د مارچ په 23مه ورځ سهار د س??ي لنكا په پايه تخت كو??مبو كښې د پاكستان په هائي كمېشن كښې يوه دستوره وشوه۔ د پاكستان هائي كمشنر مېجر جنرال(ر)ډاكټر شاهد احمد حشمت بېرغ هسك كړو او په دې موقع قامي سرد وغږولې شو۔ د پاكستان ورځې په مناسبت د پاكستان اول?? مشر او وزيراعظم خاص پېغامونه هم ولوستلې شول۔ چې پكښې د دې ورځې په اهميت رڼا اچولو سره سره د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح٬حكيم الامت علامه محمد اقبال او د تحريك پاكستان نورو مشرانو ته د عقيدت پیرزوينې وړاندې كړې شوې وې۔ د دستورې په پايه كښې هائي كمشنر ګډون كو??كو بچو سره په ګډه كېك كټ كړو۔په دستوره كښې په س??ي لنكا كښې مېشته پاكستانيانو٬د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو او خبريالانو په ګڼ شمېر ګډون وكړو۔د پاكستان ورځ هر كال د 23 مارچ 1947ﺀ په لاهور كښې د منظور شوي قرارداد په ياد كښې لمانځلې شي كو?? كښې چې د هن?? مسلمانانو د بېل هېواد غوښتنه كړې وه