اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د بلاول بھټو او آصف علي زرداري د نېب پېشۍ په مهال يو څو درځنه كسان په پوليس ورغوټه شول ٬ ايا تاسو دا ثابتول غواړۍ چې تاسو تفتيش لپاره ولې رابللې شوې ئې٬ دا رويه د كالعدم تنظيمونو نه څنګه م??تلف ده ٬ په چا چې د نېشنل اېكشن پلان نافذ كېږي٬ دا رويه د قانون د تقاضو منافي ده٬ هيله ده چې د پيپلز ګوند مشران به په خپله رويه بخښنه اوغواړي ٬ د پوليس معامله په غېر جانبدارۍ د ترسره كولو ه??ه د ستائنې وړ ده۔ د شورو په ورځ د اطلاعات وزير چوهدري فواد حسېن د بلاول بهټو او آصف علي زرداري نېب كښې د پېشۍ په اړه خپل وېډيو پېغام كښې ووئيل نن بلاول بهټو او آصف علي زرداري نېب تفتيش لپاره رابللي وو٬ د پېشۍ په موقع د پيپلز ګوند نزدې 500 كاركنان راغونډ وٶ او د بده م??غه يو څو درځنه كسان په پوليس ورغوټه شول ٬ ده ووئېل دا رويه د قانون د تقاضو منافي ده٬ په دې بريد كښې څلور پوليس اهلكار او دوه كېمره مېنان د ژوبل كېدو اطلاع هم راغلې ۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د پيپلز ګوند د كاركنانو د بريد په مهال پوليس د زغم څرګندونه كړې٬ د پوليسو لخوا معامله په غېر جانبدارۍ د ترسره كولو ه??ه د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل مونږ د پوليس دا رويه م?? په وړاندې بوتلل غواړو خو كه څوك هم د خپل حد نه تجاوز كوي نو رياست به ??پله ذمه واري ترسره كوي۔ ده ووئيل مونږ روغه جوړه غو??ړو?? د دې مقصد دا نه دے چې احتساب دې ايسار كړې شي ٬ كوم كسان چې مقدمو سره م?? دوي ھغوي به م?? كېږي٬ داسې نه شي كېدې چې تاسو د تحقيقاتو عمل متاثر كړې شئ