اسلام آباد ۔ 18 فروری (اے پی پی) اعلیٰ چارواكو او تجزيه كارو د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان دوره يوه تاريخي موقعه ګرځولو سره وئيلي دي دې سره به د دواړو ه??وادونو ترمينځھ ټولو څانګو كښې ??رستې ته وده ترلاسه شي۔ د رېډيو پاكستان حالات حاضره پروګرام كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال دوئي ووئيل دې دورې سره به د قومي معيشت پرمختګ او د غېر ملكي سرمايه كارۍ ??ده كښې ??رسته ترلاسه شي۔ د نړيوالو چارو كارپوهې ډاكټر هما بقائي ووئيل د سعودي ولي عهد دوره د دواړو ه??وادونو ترمينځھ د مضبوطې خپلولۍ عكاسي كوي چې ورسره به د دواړو وروڼو اسلامي هېوادونو تزویراتی او اقتصادی مرسته په شراکتدارۍ ??ښې د بدلولو موقع ترلاسه شي۔ ده ووئيل د هند لخوا پلوامه پېښه كښې د ككړ كولو سازش په اړه پاكستان لپاره غوره موقع ده چې سعودي مشرتابه دې څخه خبر كړي۔ اقتصادی كارپوهه مرزا اختیار بېګ ووئيل پاكستان د معيشت بېلو مسئلو سره مخ دے بياهم د تجارت ٬ كركيلې او سېلګرۍ ??ه شمول بېلو څانګو كښې سعودي سرمايه كارۍ سره به نړۍ ته يو مثبت پېغام لاړ شي۔ تجزيه كارو ووئيل د سعودي ولي عهد دې دورې سره ب?? هېواد كښې د اېف ډي آئي شرح زياته شي او د اقتصادي او صنعتي هلو ځلو ودې سره به په قومي معشيت په زړه پورې اغېز راشي۔ دوئي ووئيل د دواړو ه??وادونو ترمينځھ تاريخي اړيكې به سباؤن كښې ??ا مستحكم او پراخا شي