اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی) د پ??كستان تحریك انصاف د اطلاعاتو مركزی سیكتر عمر سرفراز چیمه وئيلي دي چې د سعودی ولی عهد دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه معاشی او د ملګرتيا اړيكې لا مستحكم شي،د سعودی عربستان سرمایه كارۍ سره به د هېواد معیشت كښې ښه والې راشي۔ ?? دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ اے پی پی سره خپلو خاص خبرو اترو كښې وكړه۔ ده ووئيل سعودی عربستان عمر له په هر سخت و??ت كښې د پ??كستان ملګرتيا كړې۔ ?? وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د حكومت اقداماتو سره د غیر ملكی سرمایه كارو په پاكستان باور بحال شوې دې او هغوي په پاكستان كښې سرمایه كاری كولو كښې خوښې لري۔ ??ه ووئيل د سعودی عرب ولی عهد دورې په مهال د دواړه هېوادونو ترمينځه په بيلو لوظنامو او د مفاهم په یاداښتونو لاس ليك وشي چې ورسره به پاكستان كښې لويه سرمایه كاری راشي٬ كاروباری هلو ځلو ته به وده ترلاسه شي او د روزګار نوې موقعې ??ه پېدا شي۔ ??ه ووئيل د پ??كستان تحریك انصاف عمر له دا مؤقف دې چې د افغانستان شخړه بايد د خبرو اترو د لارې حل كړې شي۔ ??ه ووئيل د ترهه ګرۍ ختمولو او سيمه كښې امن لپاره پاكستان مؤثره كردار ترسره كړې دې۔