اسلام آباد 08 فروری (اے پی پی) د مواصلاتو او پوسټل سر??سز وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي شريف وروڼو سر?? په ګډه احسن اقبال او جاوېد صادق ملتان – سكھر موټروے منصوبه كښې د 70 اربه روپو كرپشن كړې۔ احسن اقبال د پلاننګ وزير په حېث د وزيراعظم د متبادل په توګه لاس ليك كړې۔ د كال 2013ﺀ جولائي مياشت كښې چائنه سټېټ كمپنۍ ته ټھېكه وركولو له جاوېد صادق د ايجنټ په توګه د احسن اقبال ملاقات د كمپنۍ چارواكو سر?? وكړو۔ د كرپشن په دې منصوبه نېب كارروائي پېل كړې ده۔ كوم ثبوتونه چې نېب ته پكار وي هغه به د مواصلاتو وزارت او اېن اېچ اے وړاندې كړي۔ د نيول كېدو له ويرې احسن اقبال او دده ملګري هر ځائې شور كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په نېشنل هائی وے اتھارټی هېډ کوارټرز كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل شريف وروڼو په وزيراعظم هاؤس كښې د اېن اېچ اے په چارواكو د فشار د لارې د 259 ارب روپو منصوبې مصرف زياتولو سر?? دا ټھېكه په 292 اربه ??وپ?? يادې كړې شوې كمپنۍ ته وركړه۔ كرپشن تر دې حده وكړې شو چې ټھېكه اخستونكې كمپنۍ ته د فزېبلټی راپور٬ کنسلټنسی او د زمكې ترلاسه كولو اختيارات وركړې شول۔ مراد سعید ووئيل احسن اقبال او دده مشرتابه په كرپشن كښې دومره پوهه لري چې په دې منصوبه لګښت اول 259 ارب روپو څخه زياتولو سر?? 292 ارب ته بيا تر 406 اربه روپو ورسولې شو۔ ده ووئيل نواز شریف د اېن اېچ اے په لويو ټھېكو كښې كرپشن لپاره د مواصلاتو وزارت ځان سر?? ساتلې وو۔ ده ووئيل ما د 17 منصوبو د خاص آډټ اعلان كړې وو او په دې دې منصوبو كښې به كرپشن په ډاګه كوم۔ د هېواد پېسه لوټ كوؤنكي به زندانونو ته لېږو۔ ده ووئيل زما لارښود وزيراعظم عمران خان هم قام سر?? هم دا لوظ كړې دې۔ په دې لړ كښې چې ما كومه منصوبه رامخې ته كړې ده دا دغه 17 منصوبو كښې د كرپشن اولنې قسط دے۔ ده ووئيل مونږ قومي خزانې ته د 9 اربه روپو بچت وركړې دې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پيپلز ګوند په دور كښې د لويو منصوبو فنډز لاړكانه او سكھر ته منتقل كړې شول ولې مونږ به دا ټول كرپشن په ډاګه كوو۔ ده ووئيل ما په خپل وزارت كښې د 4329 ملین روپو ريكوري كړې ده۔ ده ووئيل په مجموعي توګه مونږ خزانې ته د 5209 ملین ګټه رسولې ده۔ د عليم خان د نيول كېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل زمونږ حكومت په بې پرې احتساب باور لري۔ عليم خان چې نېب ونيولو نو دا چا و نه وئيل چې زه مو ولې وويستم۔ ده ووئيل زمونږ او د دوئي په حكومت كښې فرق دا دې چې عليم خان احتساب ته مخامخ دے او شور نه كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ د ټول پلازو نظام سم كړو۔ په موټروے او قامي سترو لارو د آرام ځايونو ټھېكې مو په سپېځلي ډول وركړې۔ ده ووئيل د نواز شريف په دور كښې يو رېسټ اېريا كومه چې په 10 لکھ 70 زره وركړې شوې وه مونږ چې كله د هغې بولي وكړه نو دغه رېسټ اېريا څخه 80 لكه ??وپ?? ترلاسه ??وې۔ دا هم د كرپشن يوه كچه وه۔ ده ووئيل اولس ته آسانۍ وركولو له راغلې يو او كه لوئې څښتن ته منظور وي خپلې ذمه وارۍ به ترسره كوو او دا هېواد به سم شي