اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي)خارجه وزير ??اه محمود قرېشي په تهران كښې د ايران خارجه وزير جواد ظريف سره ملاقات كړې۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او په سيمه ايز صورتحال خبرې وشوې۔د خارجه دفتر له مخې خارجه وزير د ګل په ورځ د څلور ملكي دورې په دوهم پړاؤ كښې تهران ته رسېدلې۔د مهرآباد په هوائي اډه د لوېديزې آسيا ډي جي رسول اسلامي د ده هركلے وكړو۔د ايران خارجه وزير سره په ملاقات كښې دواړو شخصياتو د پاكستان او ايران په اړيكو او د منطقې په صورتحال تفصيلي خبرې وكړې۔د ملاقات پھ مهال خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه د پلاوي نور غړي هم موجود وو۔پھ دې موقع مخدوم ??اه محمود قرېشي ووئيل چې پاكستان ايران سره سياسي او اقتص??دي اړيكې لا مستحكم كول غواړي۔ده ووئيل چې ګاونډي هېوادونو سره په اړيكو كښې بهتري زمونږ د خارجه پالېسۍ وړومبۍ ترجيح ده۔په دې موقع د ايران خارجه وزير جواد ظريف ووئيل چې ايران د دواړو هېوادونو غوره اړيكو او پاكستان سره د دوه اړخيزه مرستې ودې لپاره پوخ عزم لري۔د دې څخه وړاندې خارجه وزير د خپلې څلور ملكي دورې په وړومبي پړاؤ كښې د ګل په سهار د ??فغ??نستان پايه تخت كابل ته تللې و۔ده ??فغ??ن اولس مشر اشرف غني او د ??فغ??نستان خارجه وزير سره ملاقاتونه وكړل۔په دې ملاقاتونو كښې په دوه اړخيزه اړيكو٬د ??فغ??نستان د امن عمل او په نړيواله او سيمه ايز صورتحال خبرې وشوې۔(م ع/ګ