اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې په مذهبي تعليماتو كښې د انسانيت خذمت مهم مقام لري٬د نجات اصل لاره د انسانيت په خذمت كښې پټه ده٬مونږ داسې نوې پاكستان جوړول غواړو چرته چې په غريب او امير كښې هېڅ فرق نه وي٬د م??هبونو ترمينځه همغږي وي٬د پاتې طبقو او په خاص توګه د اقليتونو او مېرمنو د حقونو تحفظ باوري وي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د كرسمس دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ده ووئيل چې د هندوستان او پاكستان پشمول په ??ول?? نړۍ كښې پادريانو مهم خذمات ترسره كړي٬رته فاؤ د انساني خذمت غوره مثال ده٬كومې چې خپل ټول ژوند په پاكستان كښې د انسانيت خذمت كولو سره تېر كړې۔ده ووئيل چې انسان هر وخت د رښتيا لټون او خذمت لپاره تيار وسي چرته چې هغه دړد او تكليف ويني د لرې كولو هڅې يې كوي۔ده وئيل چې په اسلام كښې د نورو مذهبونو په احترام زور راوړلې شوې٬حضور اكرم(ص)به د بادشاه نجاشي ډېر احترام كولو۔يوځل د عيسايانو يو پلاوې مدينې ته راغلو نو د حضور اكرم(ص)نه يې د عبادت اجازه وغوښتله٬حضور پاك(ص)په مسجد نبوي كښې د عبادت اجازه وركړه٬دا د م??هبونو ترمينځه د همغږۍ پياوړې مثال دې۔ده ووئيل چې په سينټ كيتهرائن چرچ كښې يو دستاويز موجود دې په كوم كښې چې د حضور پاك(ص)لخوا ليكل شوي دي چې دا لوظ نامه زما او زما امت سره مسيحي ??ول??ې سره ده او تر قيامت ده۔دا د م??لمانانو او عيسايانو ترمينځه همغږۍ لپاره غوره دستاويز دې۔ده ووئيل چې په اسلامي رياست كښې د اقليتونو د حقونو او د عبادت ځايونو په تحفظ خاص زور راوړلې شوې۔ده ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح هم د اګست په 11مه نېټه ك??ل 1947 كښې ??ول?? اقليتونو ته د م??اوي حقونو وركولو لوظ كړې و۔د 23 مارچ 1940 د قرارداد په پنجاب اسمبلۍ كښې مسيحي غړو هم ملاتړ كړې وو۔ده ووئيل چې پاكستان لپاره د م??يحي ??ول??ې خذمات د قدر وړ دي۔??ول?? پېغمبرانو د انسانيت تكليف كمولو لپاره هڅې كړې دي۔ده ووئيل چې د فلسطين د آزادۍ په هڅو كښې هم مسيحي ??ول??ې مهم كردار ترسره كړې۔د م??يحي ??ول??ې لخوا په پاكستان كښې د بندونو فنډ لپاره د عطيې وركولو هركلے او مننه كوم۔ده ووئيل چې مونږ داسې پاكستان جوړول غواړو چرته چې د امير او غريب فرق نه وي۔د غريبانو تكليف كم شي٬د پاكستان بېرغ ځان سره مخ په وړاندې بوتلل غواړو۔ په كوم كښې چې د هندو٬سكه او مسيحي پشمول ټول قومونه اوسي٬د دې ګلدستې نه بغېر نوې پاكستان نه شي جوړېدې چې د پاتې طبقو خلك او مېرمنې ځان سره مخ په وړاندې بوځو نو نوې پاكستان به جوړ شي۔اولس مشر په دې موقع مسيحي ??ول??ې ته د كرسمس مباركي هم وركړه۔د دې څخه وړاندې د م??هبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري دستورې ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې مونږ راتلونكې كال په جنورۍ فرورۍ كښې د عقيدو د همغږۍ په اړه د نړيوال كنفرنس كولو اراده لرو چې بكښې به د ټولې نړۍ څخه بېلا بېلو مذهبونو سره تعلق لرونكو نامتو شخصياتو ته بلنه وركولې شي۔دستورې ته بشپ آف پشاور همفري سرفراز پيټر ووئيل چې د حضرت عيسٰی عليه السلام تعليمات د امن٬انصاف او د مينې او محبت تعليمات دي۔پھ دې موقع د پیښور د اېډورډ كالج زده كونكو د كرسمس سندرې هم وړاندې كړې او د كرسمس كيك هم پرې كړې شو۔د كرسمس په اړه په ايوان صدر كښې رڼاګانې جوړې شوې وې او كرسمس ټري هم جوړ كړې شوې و۔۔