اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د قام?? اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي چې قائمه كمېټۍ په ايوان كښې د قانون سازۍ روح دي٬هيله ده چې د روانې غونډې په مهال به د دې كمېټو په جوړولو كښې ټول خنډونه ختم كړې شي۔د نهې په ورځ د پ??رل??مان په ودا??ۍ كښې د حكومتي مشرانو مشاورتي غونډه وشوه چې پكښې د دفاع وزير پروېز خټك٬خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د قانون او انصاف وفاقي وزير فروغ نسيم٬وفاقي وزير علي امين ګڼډا پور٬د پ??رل??ماني چارو دوهم وزير علي محمد خان٬دوهم سپيكر قاسم خان سوري٬چيف وهپ ملك محمد عامر ډوګر او د قانون او انصاف پ??رل??ماني سېكترې مليكه علي بخاري ګډون وكړو۔په غونډه كښې د قانون سازۍ عمل فوري او موثر جوړولو لپاره په تجويزونو غور وكړې شو۔د قام?? اسمبلۍ سپيكر حكومتي وزيرانو ته اپوزېشن ګوندونو سره د رابطو هدايت وكړو او وې وئېل چې د قائمه كمېټو جوړولو او د دې په لار كښې د ټولو خنډونو ختمولو لپاره دې خپل كردار ترسره كړي۔ده ووئيل چې قائمه كمېټي په ايوان كښې د قانون سازۍ اصل روح دي۔مشورې سره به د حكومتي او اپوزېشن ګوندونو سوچ يوځاې كولو هڅه كوم۔په غونډه كښې روانه مياشت د قام?? اسمبلۍ د غونډې په اړه هم خبرې وشوې۔په ايوان كښې د ماحول په ښه ساتلو او د قانون سازۍ په اړه هم خبرې وشوې