اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د پخواني دريځ څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې پا??ستان به خپلې دفاع لپاره كم نه كم دفاعي صلاحيت په ځاې ساتي٬په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي٬د داعش د خطرو مقابلې لپاره د نړيوالې ټولنې شريكې هڅې ضروري دي٬هغې دا خبرې د نهې پھ ورځ د اسلام آباد پا??ېسي ريسرچ انسټي ټيوټ تر سيوري لاندې په سوئېلي آسيا كښې شخړه او مرسته- د لويو طاقتونو ??ردار په موضوع سېمينار ته په خپله وېنا كښې وكړې۔خارجه سېكترې ووئيل چې پا??ستان په منطقه كښې د امن او استحكام په ځاې ساتلو په پا??ېسۍ عمل كوي۔په هېواد كښې د نوي حكومت جوړېدو نه پس وزيراعظم عمران خان په خپله وړومبۍ وېنا كښې د جمو او كشمير پشمول د ټولو شخړو حل لپاره هند ته د مذاكراتو وړاندېز كولو سره په سپينو ??كو وئېلي وو چې كه هند امن لپاره يو قدم مخكښې راشي نو ??اكستان به دوه قدمه مخكښې ورشي۔هغې ووئيل چې د كرتار پور لارې پرانسته د پاكستان لخوا د امن مقصد لپاره د پرمختګ د پاكستاني عزم څرګندونه ده٬د دې لارې پرانستلو غوښتنه نه يوازې د هند بلكې په ټوله نړۍ كښې د مېشته سكهانو ??خوانۍ غوښتنه وه۔پاكست??ن د ذمه وارۍ څرګندونه كول سره اقدامات كړي خو له بده مرغه هند امن لپاره د پاكستاني اقدام ځواب نه دې وركړی٬هند د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع د دواړو هېوادونو د خارجه وزيرانو ??لاقات منسوخ كړو۔هغې ووئيل چې پا??ست??ن د جمو كشمير پشمول د ټولو شخړو حل لپاره د جامع مذاكراتو څو ځله وړاندېز كړی۔هغې ووئيل چې هند د امريكې او اسرائيل نه جديد وسله ترلاسه كوي۔د پا??ستان او چين د اړيكو ذكر كولو سره خارجه سېكترې ووئيل چې دواړه هېوادونه د لسيزو څخه سدابهار دوستي او د مرستې په بنياد اړيكې لري۔د پا??ستان او چين د اقتصادي لارې په شكل كښې په هېواد كښې په بېلا بېلو پروژو كار رو??ن دې٬د دې ګټه به نه يوازې د دواړو هېوادونو اولس بلكې منطقې ته هم ورسي۔د وزيراعظم عمران خ??ن د چين اوسنۍ دورې حواله وركولو سره هغې ووئيل چې د دواړو هېوادونو اړيكو لپاره دا دوره ډېره مهمه وه۔د وزيراعظم د چين مشرانو سره ګټور ملاقاتونه شوي۔چين په پا??ستان كښې په لويه پيمانه سرمايه كاري كوي۔د افغانستان ذكر كولو سره خارجه سېكترې ووئيل چې پا??ستان په افغانستان كښې امن او استحكام غواړي۔پاكستان په افغانستان كښې امن لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ضرورت د دې خبرې دې چې په دې لړ كښې ټول ګاونډي او سيمه ايز هېوادونه هم خپل كردار ترسره كړي۔هغې ووئيل چې پا??ست??ن د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ډېرې قربانۍ وركړې دي۔