اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د جماعت اسلامي امير سناتور سراج الحق په مصر كښې د اخوان المسلمون مشرانو او كاركنانو ته ?? سزاګانو وركولو د عدالتي پرېكړو غندنه كړې او په دې لړ كښې د پاكستانې مېډيا او حكومت په خاموشې ئې د حېرانتيا څرګندونه كړې۔ د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې وړومبې د ا??لس مشر مرسي د منتخب حكومت په غېر قانوني او غېر اخلاقي توګه تخته ??انسكوره كړې شوه او د دې نه پس د زرګونو په شمېر د اخوان المسلمون مشران او كاركنان په زندانونو كښې واچول شول۔ په دوي دا تور لګېدلې و چې دوي د حكومت په خاتمه احتجاج ولې كړے۔ ده ووئيل چې د نوم مصري عدالت تېره ورځ 75 كسانو ته ?? مرګ سزا او 74 كسانو ته ?? عمر قېد سزا اورولې۔ ده ووئيل چې دا پرېكړه د ملګرو ملتونو او اېمنسټي انټرنېشنل پشمول د ټولې نړۍ د بشري حقونو ??نظيمونو ?? انصاف په ضد او د انصاف قتل ګرځولې