اسلام آباد 28 جون(اے پي پي) د خارجه دفتر وي??ند ډاكټر محمد فېصل د فنانشل اېکشن ټاسك فورس (اېف اے ټي اېف) لخوا پاكستان په ګرے لسټ كښې په اندراج د غبرګون څرګندونه كولو سره وئيلي دي دا څه نوې خبره نه د?? ٬ ??ړومبې وئيلي شوې وو چې پاكستان به جون كښې په ګرے لسټ كښې شاملولې شي٬ پاکستان به د اېف اے ټي اېف په ګرے لسټ كښې پاتې كېدو سره په اېكشن پلان عملدرآمد كوي٬ كه په اېکشن پلان كښې د عملدرآمد كاركردګي ښه وه نو د ګرے لسټ نه نامه وتلې شي٬ د پاكستان نامه په بلېك لسټ كښې د شاملولو امكان نشته۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه وركولو سره وي??ند ووئيل مونږ سږ كال فرورۍ كښې اعلان كړې ٶ چې په ګرے لسټ كښې پاتې كېدو سره به پاكستان اېف ټي اے اېف سره د خبرو اترو نه پس په اېكشن پلان عملدرآمد كوي۔ د پاكستان نامه په بلېك لسټ كښې د شاملولو امكان نشته۔ د يوې پوښتنې په ځواب وي??ند ووئيل د يو اېن هيومن رائټس كونسل لخوا مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو په اړه په راپور د اروپائي ائتلاف لخوا مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ او د كشميري اولس په ستونزو سترګې پټول د افسوس خبره ده ۔ وي??ند د اروپائي ائتلاف نورو هېوادونو څخه غوښتنه كړې چې ھغوي په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو په اړه د يو اېن هيومن رائټس كونسل د راپور ملاتړ وكړي۔ د پاكستان او امریکې اړيكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وي??ند ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې بهترۍ پلو روانې دي۔ د افغانستان پحقله وي??ند ووئيل سوله ايز او مستحكم افغانستان د پاكستان پشمول د منطقې په ګټه دے۔ ده ووئيل پاكستان تل د افغا?? دولت او اولس په مشرۍ كښې د مصالحتي عمل ملاتړ كړې٬ د ملا فضل الله وژنه ځانګړې كاميابي ده٬ وي??ند ووئېل ټي ټي پي او د ھغوي اتحاديان پاكستان كښې د ترهګرۍ په كاروائيو كښې ككړ دي۔ وي??ند ووئيل هند د هيومن رائټس كونسل مشن مقبوضه كشمير ته د تګ اجازې نه ېرېږي۔ ده ووئيل پاکستان به د يو اېن مشن د ګلګت بلتستان پشمول د آزاد جمو كشمير د دورې هركلے كوي٬ هند په منفي چالونو د كشميري اولس د آزادۍ هڅې د پښو لاندې كولې نشي