اسلام آباد 05 اپریل (اے پی پی) وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي نړۍ كښې كوم هم هېواد داسې نشته كوم چې د ت??هه ګرۍ په ضد ئې يواځې جنګ كړې وي او داسې کامیابۍ ئې ترلاسه كړې وي كومې چې پاکستان ترلاسه كړې ،نړۍ د ت??هه ګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ د هلو ځلو بې قدری کړې خو زمونږ عزم کمزورې شوې نه دے، نن پاکستان يو محفوظه هېواد دے، ، سی پیك پروژو سره به پاکستان د مينځني ختيز او اروپا سره وتړلې شي، د چیلنجونو د مقابلې كولو چل راځي ، اولس تل له انتها خوښې رد كړې ، قندوز كښې د كوچنيانو شهادت ، مقبوضه کشمیر كښې په يوه ورځ كښې د 17 ځوانانو شهادت غوندې پېښو سره انتها خوښې پيدا كېږي، نړيواله ورورولي دې مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزیو مخنيوي له هڅې وكړي، پاکستان د خپلې برخې کار كړې او کوي ئې، نړۍ دې هم د خپلې برخې كار وكړي۔ د زيارت په ورځ د ت??هه ګرۍ مخنيوي نړيوال فورم ته خپل خطاب کښې وزیرا عظم ووئيل پاکستان د ت??هه ګرۍ په ضد جنګ كښې لوئې زيان پورته كرې۔پاکستان د ت??هه ګرۍ په بريدونو كښې د بینظیر بھټو شهیدې پشمول ګڼې قربانۍ وركړې ۔ ده ووئيل چرچ ، جومات ، سکول ، د مزارونو پشمول كوم هم ځائې د ت??هه ګرو څخه محفوظ نه ؤ۔ ده ووئېل د افغان جنګ نه پس نشه ائ توكې عام شوې۔ په آرمی پبلك سکول بريد كښې د ماشومانو د شهادت پېښه د بدلون نقطه ثابت شوې او ټول قام په ګډه د ت??هه ګرو په ضد د جنګ پريكړه كړې۔ د ت??هه ګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ سیاسی، ځاني او مالی زيان پورته كړې۔ده ووئيل په نېشنل ایکشن پلان عملدرآمد له د نيكټا ادارہ جوړه شوې ، د صورتحال مقابلې له سختو اقداماتو ته اړتيا وه۔ وزيراعهظم ووئېل پاکستان سرحدی او قبائلی سيمو كښې عمليات كړې او نن په وياړ وئيلې شوو چې زمونږ وسله والو ځواكونو، پولیس او قانون نافذ کوونكو ادارو او اولس په قربانیو مونږ په دې جنګ كښې كاميابي ترلاسه كړې۔ده ووئيل مونږ دا جنګ په خپلو وسائلو كړې، کوم هم هېواد د ت??هه ګرۍ په ضد داسې جنګ نه دې كړې څنګه چې پاکستان كړې ، ده ووئېل د نړۍ كوم هم هېواد د ت??هه ګرۍ مخنيوي له 2 لکھ عسكر نه دې تعینات كړې۔ ده ووئيل په دې جنګ كښې مونږ ډيرو ستونزو سره مخ شوې يو۔ نړۍ زمونږ هڅې کمزورې كړې خو زمونږ عزم ئې کمزورې نه كړو۔ ده ووئيل نن پاکستان يو محفوظ هېواد دے ٬ مونږ ت??هه ګرو له ماتې وركړې او دا جنګ به تر منطقي انجام رسولې شي۔