اسلام آباد ۔ 29 اکتوبر (اے پی پی) د آزاد جمو وکشمیر اولس مشر سردار مسعودي خان وئيلي دي د مقبوضه كشمير اولس ځانله ??ه دي٬ د آزاد كشمير او د پاكستاني اولس په شمول ټول هېواد پرېښودونكي دوئي سره دي۔ د تورې ورځي په اړه نجي ټي وي سره خاص مركه ك??ې ده ووئيل مونږ كه د مظلوم كشميري اولس غم دړد دوئي سره وېشلې نه شو ولې دوئي ته باور وركولې شو چې مونږ به د ژوند تر آخري ساه د مقبوضه كشمير اولس سره ولاړ يو او مونږ به په ټولو نړيوالو ايوانونو ك??ې دا غږ پورته كوو چې كشميري اولس ته دې د خپلواكۍ خپل حق وركړے شي۔ دوئي سره د شويو زياتو دې فوري ازاله و??ړې شي۔ ده ووئيل د كشميري اولس مرستې له دې نړيواله ورورولي او د بشري حقونو ټول نړيوال تنظيمونه راوړاندې شي او خپلې ذمه وارۍ دې ترسره كړي۔ ده ووئيل هند په ټوله نړۍ كښې كشميريانو ته ترهګر وئيلو سره نړۍ څخه خپلې ناپاكه ارادې پټول غواړي او د كشميريانو بنيادي حقو??ه د منځه وړي بلخوا نړيواله ورورولي خاموشه ناسته ده۔ ده ووئيل مونږ دا ګڼو چې د كشمير مسئله د كشميري اولس او پاكستاني اولس شاملېدو ??ه غېر نه شي حل كېدې۔