لاهور۔28 اکتوبر(اے پی پی) د ك??رن??و چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د هېواد پرمختګ له امن او استحكام ډېر ضرري دے۔د ادارو ترمينځھ هېڅ ټكر نشته۔ ځينې ناكام سياستدان د ادارو ترمينځھ د ټكر رامخې ته كېدو هڅه كوي ولې دوئې به ناكامۍ سره مخ شي۔ موجوده حكومت د پارلمان د 5 كلنې مودې حرمت په ځائې كړې۔ ده د خالي په ورځ اېكسپوسېنټر كښې د یونیورسټی آف مېنجمنټ اېنډ ټېکنالوجی ترسېوري لاندې دوهم نړيوال كنفرنس او نندارتون ته خطاب او وروستو ميډيا سره خبرې كولې۔ په دې مهال د یو اېم ټی چیئرمېن ډاكټر حسن صهیب مراد، رېکټر ډاکټر محمد اسلم ، د یواېم ټی ډائرېکټر جنرل عابد اېچ کے شېروانی او نورو موجود وو۔ ده وو??يل په كال 2013ء كښې د هېواد معيشت ډ??ب شوے وو۔ كله چې څوك پاكستان كښې سرمايه كارۍ كولو ته تيار نه وو۔ ولې اوس سرمايه كارۍ سره سره پاكستان مخ په وړاندې روان دے۔ او كه د پرمختګ رفتار هم داسې روان پاتے شو نو په كال 2025ء كښې به د پاكستان شمېره د نړۍ په 20 معيشتونو كښې كېږي۔ ده وو??يل كه منفي سياست نه وي نو هېواد راتلونكو څو كلونو كښې د پرمختګ ټولو پړاؤنو څخه تېرېدې شي۔ ده وو??يل د هېواد پرمختګ لپاره د نوې ټېكنالوجۍ كارول ډېر ضروري دي۔ داخله وزير وو??يل نړۍ ته پیغام وركوؤ چې پاكستان يو مستحكم جمهوريت دے ولې ځينې ناكامه كسان او ميډيا ځينې خبريالان په مخصوص ايجنډا كار كوي۔ ده وو??يل د شپی په ټي وي ټاك شوز كښې پاكستان غېر مستحكم كولې شي ولې سهار بيا پرمختګ كوؤنكې پاكستان په نظر راځي۔ ده وو??يل د ترهګرو په ضد عمليات د ټولو سياسي ګوندونو په سلا پیل شو كوم چې د كوم فرخ نه غېر روان دي۔ ده وو??يل هېواد څخه ترهګري ختمه كړې شوې او اوس پاكستان نارمل هېواد جوړېدو پلو روان دے۔ د كراچۍ رڼاګانې بېرته راغلي دي۔ د پاكستان معيشت مستحكم كېږي۔ آئي اېم اېف پسې نه ځو۔ كومې عياشۍ له مو قرضې اخستې نه دي بلكې دې قرضو سره د پاكستان په پېداوار كښې ترقي كېږي او انفراسټركچر جوړېږي۔ ده وو??يل نړيوالې معاشې ادارې د پاكستان د معاشي پرمختګ اعتراف كوي۔ د پاکستان شرح نمو د تېرو 10 كلونو تر ټولو په لوړه كچه ده۔ احسن اقبال وو??يل هېواد كښی د سي پېك ترسېوري لاندې د اربونو ډالر سرمايه كاري كېږي۔ سی پېک به ګېم چېنجر ثابت شي او د هېواد په معيشت كښې به ښكاره بدلون رامخې ته شي۔ ده وو??يل هېواد كښې راتلونكې ټول ټاكنې به 2018 كښې كېږي۔ ده وو??يل حكومت د توان يو شمېر پروژې پېل كړي چې ورسره په لوډشېډنګ كمې راغلې۔ ده وو??يل پوهنتونونه د نوې تقاضو ترمخه كولو سره د تعليم په نظام كښې مقابله كېدې شي۔ په دې مهال یواېم ټی چیئرمېن ډاكټر حسن صهېب مراد،رېکټر ډاکټر محمد اسلم ، د یواېم ټی ډي جي عابد اېچ کے شېروانی او نورو هم خطاب وكړو۔