اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) امام ??عبه ډاکټر صالح بن عبداللہ بن حمید وئيلي دي د حلال فوډ موضوع يوازې تر خوراك محدوده نه ده٬ د څښلو څيزونه او د داروګانو معاملات هم بحث غواړي۔د نهې په ورځ اسلامي پوهنتون فېصل مسجد كېمپس كښې د جامعه كليه شريعه او قانون تر سېوري لاندې د حلال خوراك په سرخط نړيوال كنفرنس د پرانستې دستورې ته دا خبرې امام كعبه ډاکټر صالح بن عبداللہ بن حمید وكړې۔ ده ووئيل د حلال او حرام پحقله بې ځايه فتوې جاري كول مناسب اقدام نه دے٬ دا كار تر جيد مفتيانو او علماﺀ محدو??ول پكار دې۔ ده ووئيل حرام خوراك په وجود مضر اثرات كوي۔ امام كعبه ووئيل د سعودي اولس هم پاكستان سره ھغه هومره مينه لري څومره چې د پاكستانيانو په زړه كښې سعودي عربستان لپاره ده۔ په دې م??قع پاكستان كښې د سعودي سفير نواف المالکی، د سائنس او ټېكنالوجۍ دوهم وزير میر دوستېن حسېن ډومکي، د مواصلات وزیر ډاکټر عبدالکریم، د جامعه رېكټر ډاکټر معصوم یٰسین زئی، جسټس (ر) خلیل الرحمن، امام ??عبه سره د راغلي پ??او?? غړي٬ د پوهنتون نائب صدور ، ډین فېکلټي آف شریعه اېنډ لاء ډاکټر طاهر حکیم او د پوهنتون نورو چارواكو نه سره 60 ملكي او غېر ملكي مقاله نګار هم موجود وو۔ كنفرنس ته د مواصلات وزیر ډاکټر عبدالکریم، د جامعه رېكټر ډاکټر معصوم یٰسین زئی، جسټس (ر) خلیل الرحمن، هم وېنا وكړه