اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښ?? د ګل په ورځ غونډه وشوه چې پكښې د كېپيټل ډوېلپمنټ اتهارټۍ (سي ډي اے) د چارو پحقله كمېټۍ ته بريفنګ وركړې شو۔ په دې موقع د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري٬ د اسلام آباد ميئر شېخ انصر عزيز او د كېډ ډويژن اعلٰې چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښ?? د د مېټرو پول??ټن كارپورېشن اسلام آباد د كردار او د بېلا بېلو روانو پرمختيائي هلو ځلو جاج واخستې شو۔ غونډې ته ووئيل شول د زيرو پوائنټ نه تر جي ټي روډ اسلام آباد وے سګنل فري وكنټرولډ اېكسس كوريډور ٬ كرال انټرچينج٬ سوهاں كښ?? پل جوړول٬ كهنه انټرچينج ٬ ګلبرګ انډر پاس او نېول برج جوړول د سي ډي اے لوې منصوبې دي۔ غونډې ته ووئيل شول په دې وروستيو كښ?? بشپړو كړو منصوبو كښ?? د اي الېون ايسټ سروس روډ ډبل كول ٬ د پارك انكيو فېز ون بنيادي ډهانچې پرمختګ٬ملټي پرپز كار پاركنګ٬جي سيون فيسيليټېشن سنټر٬سپورټس كلب اېف سكس٬راول ټاؤن كښ?? د مسجد امن٬فقير آئي پي روډ آئي اليون او جي ټين څخه تر اېف ټين اېس آر اېسټ ډبل كولو پروژې شاملې دي دغسې اتاترك روډ وېسټ ډبل كول٬ د سرينه چوك بهتري٬ په اسلام آباد كښ?? بيا د سره سړكونه جوړول٬ د سېكټرېټ جومات جوړول او سروس روډ جي الېون بحالۍ پشمول په منصوبو كار روان دے۔ غونډې ته ووئيل شول د اسلام آباد د سباٶن په منصوبو كښ?? د سملي ډېم روډ٬ بهاره كهو بائي پاس ٬ په كشمير هائي وے د انټرچينج جوړول٬ د 300 بسترو كېپټل روغتون جي سېكس كښ?? اضافي بلاك جوړول٬ سلاټر هاٶس آئي نائن فور ٬ جديد ترين انټر سټي ټرم??نل ٬ ميډيكل سنټرز جوړول٬ سفر لپاره د اسلام آباد بس سروس منصوبه او د ښځلې ځائ ته د رسولو منصوبې شاملې دي۔غونډې كښ?? د مېټرو پول??ټن كارپورېشن كاركردګي ښه كولو او په خاص توګه د اسلام آباد كلي والو سيمو ته خدمات رسولو او په سركاري زمكو د تجاوزا?? په مسئله هم غور وشو۔وزيراعظم د پايه تخت پرِمختګ او د اسلام آباد او خوا اوشا وګړو ته بنيادي آسانۍ وركولو له د شويو هلو ځلو ستائنه وكړه۔ د دې نه وړاندې د وزيراعظم په مشرۍ كښ?? اسلام آباد كښ?? د صحت پحقله د چارو جاج اخستو لپاره هم غونډه وشوه۔په غونده كښ?? د نېشنل هېلت وزيرې سائره افضل تارړ هم ګډون وكړو۔وزيراعظم د اسلام آباد انتظاميې ٬ كېډ او سي ډي اے ته امر وكړٶ چې د پايه تخ?? په ښار او كلي والو سيمو كښ?? د صحت معياري خدمات وركول باوري كول او د صحت پحقله د مسئلو لري كول په مشاورت باوري كړئ